د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن وایي د کابل د نړیوال هوایي ډګر د ننوتلو یوې دروازې ته نږدې د پنجشنبې په روځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه ) د چاودنو سره سره به د تخلیې عملیات به تکمیل شي.

د امریکایي چارواکو په وینا په دې چاودنو کې ۱۲ امریکایان ووژل شول او څه باندې لس ټپیان شول.

د کابل دې خونړي برید، د بایډن د پنجشبې ورځې کاري پروګرام همدګډوډ کړ. ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس بایډن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدر اعظم نفتالي بنیټ سره کتلي وای خو د کابل له برید وروسته دا پروګرام د جمعې ورځې ته وځنډول شو.

ښاغلي بایډن همدارنګه د امریکا د ایالتونو له والیانو سره د تازه راغلو افغانانو د ځای پرځای کیدو په اړه خپل ویډیویي کنفرانس هم لغوه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې له غرمې وروسته راپور ورکړ چې تر هغه وخته یې لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایي اتباع له افغانستان څخه ایستلي او ۱۵۰۰ نور لا تر اوسه په هغه هیواد کې پاتې دي.

د امریکا یو شمیر متحدینو اعلان کړی چې له افغانستان څخه د انتقال عملیات دروي څو لږ تر لږه امریکا ته فرصت مساعد شي چې خپل ۵۰۰۰ پوځیان چې د انتقال د عملیاتو لپاره یې د کابل په هوایي ‌ډګر کې ځای پرځای کړي دي، د راتلونکې سه شنبې ورځې ( اګست ۳۱) پورې له افغانستان څخه وباسي.

د طالب چارواکو په وینا د کابل د هوایي ډګر یوې دروازې ته نږدې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ژمنه وکړه چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې د چاودنو عاملین به پیدا او په نښه کړي.

ښاغلي بایډن ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ځانمرګي بریدګر او وسله وال به چې د کابل د هوایي ډګر څخه بهر د خونړي برید عاملین دي، پیدا کړي، چیرې چې په زرګونه کسان د طالبانو له خوا د کنټرولیدونکي هیواد څخه د وتلو په هیله راغونډ شوي وو.

ځانمرګو برید کوونکو د ابي ګیټ په نامه د کابل هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې د اګست په ۲۶ دوه ځانمرګي بریدونه وکړل.

د افغان او امریکایي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې حد اقل ۶۰ افغانان او ۱۲ امریکایي پوځیان وژل شوي دي او د اسوشیټد پرس په وینا ۱۴۳ نور افغانان ټپیان شوي‌ دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي د پنټاګان د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې په دې پیښو کې د امریکا یوولس بحري پوځیان او یو بحري صحي مامور وژل شوي او ۱۵ نور پوځیان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې له چاودنو وروسته ډزې هم شوي دي.

له بریدونو وروسته د اسلامي دولت ډلې په خپل ټلګرام چینل کې د برید مسولیت واخیست. ملګرو ملتونو ، ناټو او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه غندلي دي.

د امریکا جمهور رئیس په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د تخلیې عملیات به پای ته رسوي او د برید عاملین به پیدا کوي.

ښاغلي بایډن وویل:"کومو کسانو چې دا برید کړی، او همدارنګه کوم کسان چې غواړی امریکا ته زیان ورسوي، په دې وپوهیږئ: موږ به یې ونه بښو. موږ به یې له یاده ونه باسو. موږ به تاسې پیدا او حساب کتاب به درسره وکړو."

بایډن زیاته کړه د تخیلې ماموریت به دوام ولري:" موږ به هغه امریکایان چې غواړي ووځي، وباسو."

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر فرانک مکنزي هم د جمهور خبره تکرار کړه:"موږ به خپل لومړي نمبر ماموریت ته دوام ورکړو، په هره اندازه چې امکان ولري‌ له افغانستان څخه خپل اتباع وباسو."

مکنزي وویل، نظامیان په دې باور دي چې دا برید په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې پورې د مرتبطو جنګیالیو له خوا شوی دی، کوم چې د داعش – خراسان په نامه پيژندل کیږي. نوموړي زیاته کړه د نورو بریدونو احتمال هم موجود دی.

بایډن د خپلې وینا پرمهال وویل:"ما همدارنګه خپلو قومندانانو ته امر کړی چې د داعش- خراسان پر شتمنیو، رهبري او تاسیساتو د برید لپاره یو عملیاتي پلان جوړ کړي. موږ به په مناسب وخت، په قدرت او دقت، په هغه ځای کې چې موږ یې ټاکنو او په هغه وخت کې چې موږ یې غواړو ځواب ورکړو."

ښاغلي بایډن وویل تر اوسه داسې شواهد نشته چې په دې بریدونو کې د طالبانو او داعش ترمنځ کومه روابطه وي.

دا بریدونه د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه بهر په هغه سیمه کې وشول چې د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته ، په زرګونه کسان راټول شوي وو. د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په خپله وینا کې وویل چې څه باندې سل زره کسان له افغانستان څخه په نظامي پروازونو کې ایستل شوي دي.

ددغو چاودنو وروسته، په کابل کې د امریکا سفارت وویل امریکایي‌ اتباع باید هوایي ډګر او د هوایي ډګر دروازو ته له تللو ډډه وکړي ځکه د نورو بریدونو ویره شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د اګست په ۲۶ په یوه ټویټ کې ویلي هغه پوځیان چې د نن ورځې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، اتلان دي.

نوموړي زیاته کړې دغو پوځیانو ځانونه د امریکا د ملکي پرسونل، د متحدینو او شریکانو د ملکي پرسونل او د افغانانو لپاره چې د خوند‌يتوب په لټه کې دي، د دفاع په خاطر قرباني کړل.

د امریکا یوه څیړنیز مرکز د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه) راپور ورکړی چې تیره اوونۍ د افغانستان د هوايي ځواک څه باندې ۴۵ الوتکې له هغه هیواده ایستل شوي څو طالبان لاسرسی ورته ونلري.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز CSIS د سپوږمکیو د تصاویرو په استناد راپور ورکړی چې د افغانستان د هوایي پوځ په لس ګونه الوتکې د ازبکستان د ترمز د نړیوال هوایي ډګر په (Tarmac) تمځای کې لیدل شوي دي. د سپوږمکۍ دا تصاویر د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپاړسمه نیټه اخیستل شوي دي.

د CSIS د راپور په حواله هغه الوتکې چې په دې تصاویرو کې لیدل کیږي، اې ۲۰۹ سوپر ټوکانو، ام ای ۲۵ او یو ام ۶۰ چورلکي دي.

اسوشیټد پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې دا الوتکې ممکن د ازبکستان له سرحد څخه تر تیریدو وروسته د ترمز په هوایي ډګر کې کیناستو ته مجبورې شوي وي.

د یو شمیر راپورونو له مخې، دې الوتکو هغه سرتیري انتقال کړي چې د پناه اخیستو په لټه کې وو.

د CSIS څیړنیز مرکز راپور ورکړی هغه تصاویر چې د اګست په ۲۱ د ترمز له هوایي ډګر څخه د سپوږمکیو له خوا اخیستل شوي، دا الوتکي په یاد هوایي ډګر کې نه لیدل کیږي او ښايي د افغانستان هوایي ځواک په موقتي ډول هلته انتقال کړي وي او بیا بل ځای ته وړل شوي وي.

بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت دوو چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې د اګست په ۱۵ نیټه د طالبانو لاس ته د کابل تر لویدو مخکې، د هوايی پوځ حد اقل اته چورلکې پنجشیر ولایت ته انتقال شوي.​

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG