د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د کابل پر هوایي ډګر برید وغانده

د مګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ د کابل پر نړیوال هوایي ډګر برید غندلی او هغه یې یو ترهګریز برید ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجارک وویل د یادې پیښې ترسره کیدل په افغانستان کې د وضعیت د بې ثباتي ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه، یاد برید د افغانستان له خلکو سره د عاجلو مرستو د دوام په برخه کې د ملګرو ملتونو عزم لا قوي کوي.

په همدې حال کې ټاکل شوېده د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو بریټانیا، امریکا، فرانسې، چین او روسیې د استازو په ګډون د افغانستان د وضعیت د څیړنې په هدف غونډه وکړي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د کابل د هوايي ډګر د پنجشنبې د ورځې بریدونه یوه تراژیدي بللې او ویلي یې دي چي‌ دې بریدونو ته هیڅ وخت باید اجازه نه وای ورکړل شوې.

ښاغلي ټرمپ پر اوسني جمهور رئیس جوبایډن په افغانستان کې د کړکیچ د مدیریت د څرنګوالي له امله انتقاد کړی دی.

ټرمپ په یوې بیانیه کې ویلي‌:"میلانیا او زه د خپلو زړه ورو او غوره پوځیانو کورنیو ته د خواشینۍ ژور مراتب وړاندې کوو، کوم چې امریکا ته یې خدمت ، هغوی ته ډیر ارزښت لري. زموږ دعاوي همدارنګه د ملکی افرادو له کورنیو سره دي چې د نن ورځې په وحشي برید کې وژل شوي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، څه باندې ۱۰ میلیون افغان ماشومان بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف نن جمعه اګست ۲۷ (وږې پنځمه) په یو پیغام کې ویلي چې یاد افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق همدارنګه زیاته کړې چې څه باندې ۳۰۰ زره افغان ماشومان د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې دغه ماشومان بېړنیو، خوراکي او روغتیايي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا "اوچا" وايي د اګست میاشتې له ۱۶ نه بیا د یادې میاشتې تر ۲۲ یې په شمال ختیځو ولایتونو کې له ۴۴۴۴۵ بېځایه شوو کسانو سره یې بشري مرستې کړي دي.

اوچا تیره ورځ ویلي دغه بشري مرستې چې خوراکي او غیر خوراکي مواد پکې شامل دي په تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې له بېځایه شوو کورنیو سره شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا چې په یاده موده کې د ۲۱۷۴۲ وچکالۍ ځپلو کسانو سره هم مرستې کړي دي.

اوچا د لویو بازارونو، سوداګریزو مارکېټونو او بانکونو نه خلاصېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې له امله یې د خوراکي او روغتیايي موادو بیې لوړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د خوراکي او روغتیايي موادو د بیو لوړېدل د اقتصاد ځپلو کورنیو په وړاندې یو بل فشار بللی دی.

د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته په مرکز او ولایتونو کې لوی بانکونه او د اسعارو د تبادلې مرکزونه بندل شول.خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اونۍ وویل چې بانکونه به بیرته ژر د مراجعینو پر مخ خلاص شي.

د کابل حامد کرزي په نړیوال هوايي ډکر کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنو وروسته نن د جمعې په ورځ طالبانو دغه هوایي ډکر ته غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

د لارو د بندېدو وروسته د هوایي ډګر عمومي دروازه د خلکو له شتون څخه تشه شوې او یوازې د طالبانو امنیتي ساتوونکي د دروازې په شوخوا کې د نظامي وسایطو سره لیدل کیږي.

خو ددغه بندیز سره سره اوس هم یو شمیر کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د طالبانو له خوا د لارو د بندیدو لپاره د امنیتي پوستو سره نږدې د لارې د خلاصېدو ته انتظار وباسي.

د کابل هوايي ډګر دروازه
د کابل هوايي ډګر دروازه

خو د تیرو ورځو پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده. طالبانو د هوایي ډګر د لارې د بندیدو امنیتي پوستې هغه بسونه هم ودرولي چې د بهرنیو سفارتونو له خوا ورته د ایمیل او ګرځنده تیلیفونو له لارې هوایي ډګر ته د ورتګ بلنه ورکړل شوې ده.

د لارې د بندېدو له امله د هوایي ډګر شاوخوا ته کورونو کې اوسیدونکي هم پر پښو د ښار نورو برخو ته تګ ته اړ ایستل شوي دي.

په دغه سیمه کې د رحمت الله په نوم یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا ته وویل د تیر ماښام د بمې چاودنو وروسته طالبانو خلک د هوايي ډګر له شاوخواو سیمو څخه وشړل.

د حامد کرزي هوايي ډګر کې د تیرې ورځې د ماښام په دوه پرله پسې چاودنو کې د راپورنو له مخې ۱۲ امریکايي سرتیري او ۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰ امریکايي سرتیري او ۱۴۰ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

تیره شپه د هوايي ډګر په ځینو برخو کې د نورو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې هوایي ډګر کې شوې چاودنې امریکایي ځواکونو د خپلو نظامي تجهیزاتو له منځه وړولو لپاره کړې وې.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG