د لاس رسي وړ اتصالات

فضلي: نړیوال جام ته د لوبغاړو اعلان شوي لست کې د تغیر امکان شته 


د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر
د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست مشر عزیزالله فضلي وايي چې را روان شل اوریز جام ته د اعلان شویو لوبغاړو په نوملړ (سکواډ) کې تغیر راتلای شي.

هغه وویل چې په کابل کې به د لوبغاړ تمرینونه شروع کیږي او‌ په اعلان شویو لوبغاړو سربېره به یو شمېر نور لوبغاړي هم په تمرین کې برخه اخلي اوبیا به نهايي لست ترتیب کیږي.

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې د کرکټ نړیوالې شورا له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د ۱۵ کسانو نوملړ دې اعلان کړي.

د افغانستان د لوبغاړو له اعلان وروسته د شلو شلو اورونو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان راشد خان استعفا وکړه او وویل چې د لوبغاړو په غوراوي کې د هغه «مشورې او نظر په پام کې نه دي» نیول شوي. خو ښاغلي فضلي وویل چې له راشد خان سره مشوره شوې وه.

په دغه اعلان شوي لست کې داسې لوبغاړي شته چې د کرکټ د ځینو منتقدینو په وینا نباید په لست کې وای او د هغوی په ځای باید ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی وای. خو ښاغلی فضلي وايي چې په اعلان شوي‌ لست راضي دی.

خو د افغانستان د مخکني روزونکي تاج ملوک علم په ګډون یو شمېر روزونکو او لوبغاړو په دغه سکواډ انتقاد کړی دی. ښاغلي علم دغې مسئلې ته په اشارې په خپل فیسبوک کې لیکلي وو چې په کرکټ بورډ کې په روان وضعیت خواشینی دی او «شین زور» روان دی. خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه و ورکړی. ښاغلي علم ورسته په خپل فیسبوک کې دا پوست «حذف» کړ.

د دغه اعلان څخه وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتي‌ د برخې مشر حکمت حسن ادعا وکړه چې د کرکټ‌ بورډ فیسبوک پاڼه «هیک» شوې ده، خو ښاغلي ‌فضلي وویل چې نه ده هیک شوې. حکمت حسن بیا وویل چې دوی پرته له دې چې خبر کړل شي، د کرکټ‌ بورډ له فیسبوک څخه اېستل شوي او اوس نشي کولای هېڅ خبر هم هلته خپور کړي.

ښاغلي فضلي د حکمت حسن دا فیسبوکي پوست «غیر قانوني» بولي او وايي‌ چې په دې کار یې «هغه له دندې لېرې» کړی دی.

خو ایا سرپرست مشر د بورډ د مدیر او بل مامور د لېرې کولو صلاحیت لري؟ عزیزالله فضلي په دې اړه ښکاره ځواب ورنکړ. خو د بورډ یو چاروکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د کرکټ‌بورډ د قانون له مخې سرپرست د مامورانو د ګمارلو او شړلو هېڅ صلاحیت نلري.

د ښاغلي فضلي سره په دغې مرکې کې په ډېرو نورو مسائیلو هم بحث شوی دی. دلته یې اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG