د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر: حکومت مو د قرآن په سوځولو سترګې نه پټوي


د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بیلسټروم
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بیلسټروم

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بیلسټروم د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) وویل چې د سویډن دولت د قرآن په سوځولو نه بندیز لګوي او نه پرې سترګې پټوي، خو خلک د هیواد د بیان د ازادۍ د قوانینو له مخې د دې کار اجازه لري.

ښاغلي بیلسټروم خبریالانو ته وویل: "په ځینو هیوادونو کې داسې انګیرل کیږي چې د سویډن دولت د دې کار تر شا دی او یا پدې کار سترګې پټوي. موږ دا کار نه کوو."

هغه وویل، "دا هغه کړنې دي چې افراد یې ترسره کوي، خو هغوی دا د بیان د ازادۍ د قوانینو په چوکاټ کې کوي."

د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶، سویډن روسیه او د ځنو دولتونو له خوا تمویل کیدونکي عاملین د داسې غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړل چې هدف یې د سویډن شهرت او د ناټو په سازمان کې ددې هیواد د یوځای کیدو هڅې ته زیان رسول دي.

بیلسټروم وویل چې هغه ددې مسلې په هکله د ایران، عراق، الجزایر او لبنان او نورو د بهرنیو چارو له وزیرانو او همدارنګه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په تماس کې دی.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "او همدا اوس به زه د اسلامي هیوادونو د سازمان له سرمنشي سره خبرې وکړم."

هغه وویل: "موږ به په دې مسلو خبرې وکړو او دا مهمه ده چې ټینګار وکړو چې دا یوه اوږدمهاله مسله ده، هیڅ چټک حل شتون نلري."

سویډن په دې وروستیو اونیو کې د څو لاریونونو شاهد و چې پکې د قرآن نسخو ته زیان ورسید او یا وسوځول شوې، چې دې کار د مسلمانانو غوسه راپارولې ده.

XS
SM
MD
LG