د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اوبومدیریت پلانونو پلي کیدل به هیڅ ګاونډي ته زیان ونه رسوي


د قوش تیپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره عرض او اته نیم متره ژور والی لري، چې د جوړویدو وروسته به د امو د سیند څخه دننه افغانستان ته په ثانیه کې د ۶۵۰ مترمعکب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.
د قوش تیپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره عرض او اته نیم متره ژور والی لري، چې د جوړویدو وروسته به د امو د سیند څخه دننه افغانستان ته په ثانیه کې د ۶۵۰ مترمعکب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان سیندیزو حوزو د مدیریت لپاره د منظمو طرحو او پلانونو د ترتیب خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغو پلانونو په پلي کیدو سره به د اوبو له پلوه هیڅ کوم ګاونډي هیواد ته زیان ونه رسیږي.

د اوبو او انرژۍ د وزارت د اوبو د پروګرامونو رئیس رفیع الله ستانکزي ددغه وزارت د نورو چارواکو سره د شنبې په ورځ اګست درېیم ( زمري ۱۳) د رسنیو له لارې ملت ته د طالبانو د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان اوبیزه جغرافیه په ۵ لویو او ۳۵ فرعي سیندیزو حوزو وېشل شوې، چې د مرکزي او سیمه ییزو ادارو لخوا مدیریت کېږي.

هغه وویل چې په څلورو اوبیزو حوزو کې هغه سیندونه شامل دي چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان، ایران، اوزبیکستان، او ترکمنستان ورڅخه ګټه پورته کوي.

رفیع الله ستانکزي وویل د څلورو لسیزو جګړو له امله افغانستان په دې نه دی توانیدلی چې په دغو څلورو اوبیزو حوزو کې د اوبو د مدیریت لپاره زیربناوې جوړې کړي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت پر دغو څلورو اوبیزو حوزو د کونړ، هلمند، امو، مرغاب او هریرود د سیندونو په ګډون ددغو سیندونو په اوږدو کې د اوبو د زیربناو د جوړولو لپاره طرحې ترتیب کړي دي.

هغه وویل:" د خپل حق لپاره چې د افغانستان مسلم حق دی، په خپله خاوره کې خپلو خلکو لپاره پروګرامونه او پلانونه ترتیب شوي چې د پلي کیدو په پایله کې به ګاونډیان هم زیانمن نشي او د هغې ترڅنګ به د افغاسنتان په دننه کې هم د کرهڼې، هم د څښلو اوبو او د اوبو څخه د بریښنا د تولید په برخو کې ښه لاس ته راوړنې ولرو".

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم هم خبریالانو ته وویل چې ددغه وزارت هیڅ اقدامات د افغانستان د ګاونډیانو په ضرر نه دی.

هغه وویل:" مونږ د خپل حق څخه اضافه اوبه چې ګاونډیانو ته زیان ورسوي نه دي اخیستې او اراده هم نلرو چې خپلو ګاونډیانو ته زیان ورسوو".

د طالبانو د حکومت د اوبو اوانرژۍ وزارت سلاکار وویل چې تراوسه یې لا د امو سیند څخه د خپل حق په اندازه ګټه نه ده پورته کړې او دا طبیعي خبره ده چې په کمه کچه چې د دغه سیند له اوبو ګټه واخیستل شي د منځنۍ اسیا ګاونډیانو ته اندیښنې را ولاړوي.

د طالبانو حکومت د امو د سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د قوش تیپې کانال د جوړولو کار پیل کړی دی چې د طالبانو د حکومت د چارواکو د وینا له مخې تراوسه ددغې پروژې لومړۍ برخه بشپړه شوې ده.

د قوش تیپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره عرض او اته نیم متره ژور والی لري، چې د جوړویدو وروسته به د امو د سیند څخه دننه افغانستان ته په ثانیه کې د ۶۵۰ مترمعکب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.

د افغانستان شمالي ګاونډیو هیوادونو د قوش تیپې د کانال د جوړولو د کار سره هممهاله په دې پروژې د عواقبو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال په ودانولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې دا کانال به په منځنۍ اسیا کې د اوبو په اوسني نظام کې د بدلون سبب شي.

د تاشکند ټایمز انګلیسي ورځپاڼې د راپور له مخې د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف د سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۳) د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو پنځمې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په سیمه کې د امو د سیند د اوبو یو بل شریک باڼې هم زیات شوی، چې دغو هیوادونو سره د امو د سیند څخه د اوبو د ګټې اخیستلو په برخه کې هیڅ ډول تعهد نلري

ښاغلي میرضیایف په سیمه باندې د قوش تیپې کانال د جوړولو اغیزو په اړه د څیړلو لپاره د یو ګډ کاري ګروپ د جوړولو وړاندیز وکړ او د امو د سیند د اوبو د ویش په اړه یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره په ډیالوګ کې د افغانستان د استازي د ګډون د اړتیا یادونه هم وکړه.

افغانستان د ایران سره د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه د تړون پرته د خپلو نورو ګاونډیانو سره د اوبو د ویش په هکله هیڅ تړون نلري. افغانستان او ایران د ۱۳۵۱ لمریز کال کې د اوبو دا تړون لاسلیک کړی چې تراوسه هم له مخې یې ایران اوبه ورکول کیږي.

فاروق اعظم هم وویل چې دواړو هیوادونه دې ته اړتیا لري چې د اوبو اړوند مسایلو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې ګټه یې دواړو هیوادونو ته ورسیږي.

هغه وویل:" په ۴۰ کاله جګړه کې زمونږ اوبه هغوی ته ورتللې، ما مونږ ورڅخه ګټه نه ده اخیستې، هغوی[ د سیند په اوږدو کې] تاسیسات جوړ کړي دي، اوس باید وضعیت سم حالت ته راشي او خپل اصلي مسیر ته ستون شي. مونږ خپلو ګاونډیانو ته قناعت ورکوو چې که چیرې پرون [د اوبو د مدیریت په برخه کې] کار مو نه دی کړی نن یې کولای شو، که چیرې پرون تاسو زیاتې اوبه وړي وي نن باید په خپل حد باندې قانع شئ".

فاروق اعظم ټینګار وکړ چې که چیرې ګاونډیان له خپل حق څخه زیاتې اوبه وغواړي د هغې پرته فکر نه کوي چې د ګاونډیانو سر د اوبو د مدیریت په برخه کې کومه ستونزه رامنځ ته شي.

سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۳۰ کال پورې به پرله پسې وچکالۍ( د نورمال حالت څخه د اورښت کمیدل) اوبو ته ناپایداره تقاضا او د هندوکش – هیمالیا د واورو اورښت کمبود به په افغانستان، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان کې اوبو ته د لاس رسي د کمیدو سبب شي..

په دې راپور کې ویل شوي چې د سیندونو د اوبو د بهیدلوله اصلي بهیر څخه د اوبو د جریان اړول د ګاونډیانو سره چې اوبه وربهیږي ترینګلتیا لا پراخوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG