د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: د افغانانو شرعي حقونه خوندي شوي؛ فعالان: د ټولو له حقونو سرغړونه شوې


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د ګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اصلأ اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د ګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اصلأ اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت په یو پیغام کې پرته له دې چې د نجونو او ښځو د تعلیم یادونه وکړي ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د دغه هیواد د ټولو وګړو شرعي حقونه تامین او محفوظ شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ ( جوزا ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ملا هبت الله اخوندزاده پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې یو شمیر کورنیو او بهرنیو مسلو ته په مختصر ډول هم اشاره شوې ده.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د تیرو کلنو په څیر په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

هغه په دغه پیغام کې ویلي: "د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هيڅوک پر چا ظلم او تیری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کیږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي. د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت پلی شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي. په دې برخه کي د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کیږي" .

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې ویلي چې د نړۍ په ځانګړي ډول د اسلامي هیوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګیدل غواړي او په دې برخه کې یې خپل مکلفیت هم پوره کړی دی.

هغه په خپل دغه پیغام کې د فلسطین د مسلې یادونه کړې او پر فلسطین او غزه باندې یې د اسرائیلو بریدونه په سختو ټکو غندلي او له نورو هیوادونویې غوښتي چې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره دې خپل مکلفیت ادا کړي.

ملاهبت الله اخوندزاده په دغه پیغام کې په افغانستان وروستیو سیلابونو له امله ځپل شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د سوداګرو او شتمنو کسانو څخه یې غوښتي چې سیلاب ځپلو له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول ستنو شویو افغان کډوالو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه له افغان پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي. د طالبانو مشر د پانګوالو د امنیت او د پانګې د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی دی.

هغه ویلي: "د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] مسئولینو ته مې توصیه دا ده چې د خپل مسئولیت په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره سرته ورسوي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند ونه وکړي، چې خلک ځانونه له تاسو پردي وبولي".

د طالبانو مشر له افغانانو غوښتي چې په افغانستان کې د اسلامي شرعي نظام په ساتنه کې ونډه واخلي او ددغه نظام پر وړاندې د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړي.

سږکال د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر دغه پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې په افغانستان کې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د لګیدلي بندیز څخه زر ورځې پوره شوي دي.

د افغان میرمنو او د نجونو د زده کړو د حقونو فعالان وايي چې زده کړې د ښځو اسلامي او انساني حق دی او باید چې طالبان د هغوی دا حقونه پرته له نور ځنډ څخه هغوی ورکړي.

د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو د ملاتړ دوو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د زرو ورځو لپاره د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په مناسبت او د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره په اسلام کې د زده کړو اهمیت ته په کتنې د "اقرا" په نوم یو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

د روادري بنسټ مشرې شهرزاد اکبر چې د مصور بنسټ سره یوځای یې دا کمپاین پیل کړی ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د اغیزو په تړاو د زده کوونکو سره خبرې کړي چې سر د جمعې له ورځې به ددغو دوو بنسټونو د انټرنیټي پاڼو له لارې خپرې شي.

میرمن اکبر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه کمپاین په اړه د معلوماتو پر مهال له افغانانو غوښتي چې د نجونو د غږ د اوچتولو لپاره دې په دې کمپاین کې برخه واخلي او په کور، جومات او حجره کې دې د نجونو د زده کړو په ملاتړ خپل اواز اوچت کړي.

میرمن اکبر ویلي:" کله یو غږ، یوه جمله، یوه نړۍ جرات او یوالی رامنځ ته کوي. د نجونو او ښځو د زده کړو څخه د ملاتړ لپاره د یو ې سترې او ځواکمنې څپې په رامنځ ته کولو سره به په افغانستان کې ټولو نجونو او ښځو ته دا روحیه ورکړو او د وضعیت د بدلون په لور به یو ګام اوچت کړو".

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

د بلې خوا د طالبانو د مشر په دغه پیغام کې د ښځو د کار په اړه هم څه نه دي ویل شوي. د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانو ویلي چې د طالبانو د حکومت د ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانیو ته ټیټ کړي دي.

تیره اونۍ د طالبانو حکومت ځینو سرچینو رسنیو ته د دغه حکومت د ښځینه ماومورنیو د میاشتنیو معاشونو پنځه زره افغانیو ته ټیټیدل تائید کړي دي. ځینو سرچینو ویلي چې په دې پریکړه کې هغه ښځینه کارکوونکي چې د عامې روغتیا په ورزارت کې کار کوي او د طالبانو له خوا لا هم د کار د دوام اجازه ورکړل شوې هم شاملې دي.

خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په دې اړه تراوسه په رسمي ډول د ښځینه کارکوونکو د معاشونو ټیټیدل او دا چې کومې کارکوونکې په دې کتګورۍ کې شاملې دي څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG