د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر یو ځل بیا نړۍ سره د شریعت رڼا کې پر تعامل ټینګار وکړ


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازده یو ځل بیا له نړیوال ټولنې سره د شریعت په رڼا کې پر تعامل ټینګار وکړ.

نوموړي پرون پنجشنبه اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په کندهار کې د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړ لویې ولسي غونډې ته وینا کې ویلي چې له نړۍ سره په ټولو هغه امورو کې تعامل کوي چې له شریعت سره په ټکر کې نوي.

ښاغلي هبت الله اخندزاده زیاته کړې: " داسي شیان، چې له دنیا سره موږ ورباندې تګ کولای شو، د شریعت په دایره کې، چې هم د شرعیت تحفظ پکښي وي او هم د ملت ګټې پکښي وي، مصالح پکښي وي، په هغه کې هیڅ مشکل موږ نلرو، له هر چا سره تعامل کولای شو، تعامل ورسره کوو،خو که کوم وخت زموږ د اسلام نه خلاف،د شریعت نه خلاف او د ملي مصالحو خلاف کوم شئ راځي په هغه کې موږ ته شریعت اجازه نه راکوي."

هغه په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې د نظام جوړېدو په اړه له هیڅ هیواد او طاقت سره تعلق نلري.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه هم په کابل کې د دیني علماو او قومي مشرانو یوې لویې غونډې ته ویلي و چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول پریکړې کوي او د هیڅ کوم هیواد تر اغیز لاندې نه دي.

هغه ویلي و: "نړۍ دې د افغانستان په چار کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

ښځو او نجونو ته د کار او زده کړې حقوق ورکول، د قومي او مذهبي لږکیو د حقوقو تامینول، ټول شموله حکومت جوړول، له تروریستي شبکو سره د اړیکو قطعه کول او د افغانستان خاوره د نړیوالې ټولنې پر ضد نه کارول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو اساسي شرطونه دي.

د عفوې پر طبیق ټینګار

د طالبانو مشر هبت الله اخندازه په کندهار کې د تیرې پنجشنبې ورځې غونډې ته وینا کې یو ځل بیا د هغه لخوا د عفوي فرمان پر تطبیق ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې هغه د تیر حکومت کسانو ته عفوه کړې او په خبره یې که چیري د طالبانو حکومت کوم چارواکی له عفوې څخه سرغړونه وکړي محکمې ته به یې معرفي کړي.

هغه له خلکو سره د طالبانو پر ښه چلند هم ټینګار کړی او له هغوی څخه یې وغوښتل چې عدالت پر ټولو یو شان تطبیق کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د جولای پر ۲۰مه د «افغانستان د بشري وضعیت» په اړه خپل راپور کې وویل چې طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان وروسته د مخکني حکومت ۱۶۰ مقامات او امنیتي غړي وژلي او ۱۷۳ نور یې نیولي دي. خو طالبانو هغه مهال د یوناما راپور رد کړ او هغه یې پروپاګند بللی و.

د طالبانو خلاف جنګېدونکو ډلو ته پیغام

ملا هبت الله اخندازه د طالبانو حکومت خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو باندې غږ وکړ چې د عفوې له فرمان څخه په استفادې له مخالفت څخه لاس واخلي.هغه ټول پخواني کسان که یې ریاستونه او یا نورې دندې کړي وي، د شریعت مطابق ټولو ته حقوق ورکوي.

هغه وویل: "که په غرو کې جنګېږئ راسئ دا مو ملک دی،راسئ معافي مو درته کړې ده، بیا راسئ،راسې په دې افغانستان کې کښېنی د شریعت مطابق ټولو ته حقوق ورکوو."

د طالبانو مشر په افغانستان کې وروستیو چاودنو ته چې د زیاتو د مسؤلیت ادعا داعش ډلې کړې ده هم ناروا وبللې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ارګ ته داخل شول. طالبانو کابل ته له داخلېدو څو ورځې وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه یې همه شمول نه بولي.د حکومت ټول غړي یې «مولویان» دي او یوه ښځه هم په کې نشته.

XS
SM
MD
LG