د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه بیرته پرانیستل شوه


په افغانستان کې د مېرمنو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنو زیاتوالي سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایع وزارت خبر ورکړ چې د "افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه" بیرته پرانیستل شوه.

یاد وزارت د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له دې کار څخه هدف د افغان سوداګرو مېرمنو د محصولاتو او تولیداتو لپاره بازار پیدا کول او د هغوی ملاتړ دی.

په بیان کې ویل شوي چې د «افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې» په پرانیستل کېدو سره به افغان مېرمنې د خپلو محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو له لارې خپل او د افغانستان اقتصاد په حرکت راولي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د سوداګرۍ او صنایع وزارت د اقتصادي کمېسیون په ملاتړ هڅه وکړه چې د سوداګرو او متشبثو مېرمنو فعالیتونه منظم او منسجم کړي. د زیاتو هڅو په پایله کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه بیرته پرانیستل شوه."

د یاد وزارت د بیان له مخې په کابل او ولایتونو کې سوداګرۍ او متشبثې مېرمنې کولای شي چې خپل سوداګریز فعالیتونه ددغه خونې له لارې تنظم او بیرته فعال کړي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایع وزارت پر داسې مهال د افغان سوداګرو مېرمنو لپاره د سوداګرۍ خونې پرانیستلو خبر ورکوي، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په ځانګړي ډول د ښځو د بېکارۍ او اقتصادي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تير حکومت پر مهال د کابل ترڅنګ په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې فعالې وې. خو د تیر یو کال راپدېخوا یې بیرته فعالیتونه بند شوي دي.

ویل کیږي په افغانستان کې ۴۳ زره ښځې په سوداګرۍ بوختې دي، خو ددغې شمېرې ډېرې لږې یې رسمي او یا خپلواکې پانګونې لري.

د ځینو شمېرو له مخې له درېو نه تر څلور سلنې ښځې په سوداګرۍ بوختې دي، خو په غیري رسمي ډول په کرهڼه، کورني اقتصاد کې افغانې ښځې تر شپېتو فیصدو پورې بوختي دي.

بازارونو ته د ښځینه سوداګرو د لاسرسي په وړاندې د پرتو خنډونو په تړاوو یوه څېړنه ښيي چې لا هم په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو په وړاندې لوی خنډ کلتوري مسایل دی.

XS
SM
MD
LG