د لاس رسي وړ اتصالات

تامس ویسټ: د اسلامي همکارۍ د سازمان غونډه ګټوره وه


د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه په اسلام آباد کې وشوه.
د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه په اسلام آباد کې وشوه.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ په اسلام آباد کې د افغانستان په هکله د اسلامي همکارۍ د سازمان غونډه ګټوره وبلله.

ښاغلي ویسټ د غونډې په هکله په ټویټر کې لیکلي چې متحده ایالات د اسلامي همکارۍ د سازمان د نقش او همکاریو هرکلی کوي.

هغه لیکلي، "د اسلامي همکارۍ د سازمان نننۍ غونډه ګټوره وه او مهمې نتیجې یې درلودې. د بشري مرستو د وجهي صندوق جوړیدل او د اسلامي همکارۍ د سازمان د ځانګړي استازي ټاکل کیدل یې بیلګې دي"

د اسلامي همکارۍ سازمان په اسلام آباد کې په افغانستان کې د بشري وضعیت پر سر د خبرو لپاره د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۱۷ مې فوق العاده غونډې کې د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د دې سازمان د عمومي منشي مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

دغه سازمان پدې هکله په ټویتر کې لیکلي چې ښاغلی بخیت به د افغان ولس سره د بشري مرستو د هڅو په همغږۍ کې همکاري کوي.

په دغه کنفرانس کې د د دې سازمان د شاوخوا ٥٧ غړو هيوادونو تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو، چين، روسيې جرمني، فرانسې، برتانيې او ځينو نورو اروپايي هيوادونو استازو هم ګډون کړى و.

د طالبانو بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم د يو طالب پلاوي په مشرۍ په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و.

دا په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دغه هيواد د بشري وضعيت په تر ټولو لوى کنفرانس دى چي جوړيږي.

XS
SM
MD
LG