د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو څخه د خپل هیواد د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي قطر ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له چارواکو او په هغه هیواد کې له مېشتو یو شمېر افغانانو سره لیدنه کې د افغانستان د خلکو او د هغوی د حقوقو څخه د متحده ایالاتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

ټام ویست د جمعې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۴ (وري ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او له تروریزم سره د مبارزې او شخړو هواري منځګړیتوب چارو کې د قطر له ځانګړي استازي مطلق ماجد القحطاني سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې هغوی د افغانستان وضعیت څېړلی او زیاته کړې ده: "قطر یو حیاتي شریک دی، ځکه موږ د امریکا متحده ایالاتو د ګټو، د افغانستان د خلکو او د هغوی د حقوقو د ملاتړ په لټه کې یو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر یوولسمه (وري ۲۲) قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د ښاغلي ویسټ د اووه ورځني سفر په اړه خبر ورکړ او ویې ویلي چې نوموړی به د دغه هیواد پر چارواکو سره بېره له سیاسي څېرو، خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو او افغان سوداګرو سره هم خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه په دوحه کې د افغانستان د پخواني حکومت له یو شمېر غړو، د ښځو د حقوقو مدافعینو او مدني ټولنې له استازو سره هم د لیدنې خبر ور کړی دی.

ویسټ زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې په ځانکړي ډول د "افغانستان د راتلوونکي فکر ټولنې" غړو د افغانستان اوسنیو ستونزو د هواري لپاره نړیوالې ټولنې ته بېلابېل وړاندیزونه وړاندې وکړل.

د هغه په خبره، ددې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له «وسله والې جګړې» سره خپل مخالفت اعلان کړ او په دغه هیواد کې د حل لارې په توګه له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی پر داسې مهال قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته خپل اووه ورځنی سفر پیل کړی چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وویل چې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د دغه سازمان ښځينه کار کوونکي دفتر ته له تګ څخه منعه کړي دي.

د طالبانو دغه پرېکړې زیات غبرګونونه پارولي و او تر دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو داپریکړه یوه "بزدلانه" پریکړه ګڼلې وه او ویلي و، چې په دې اړه اندیښنه لري. انتوني بلینکن د خپل ټویټر په پاڼه لیکي و، چې دا پریکړه زیانمن شوو او بشري مرستو ته اړو افغانانو باندې لا اغیز کوي.

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې وروسته افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، د سه شنبې په ورځ وویل، چې د راروانې می د میاشتې تر پنځمې یې د ملګروملتونو یوه عملیاتي ارزونه پیل کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګوي او نه یوازې یې نجونې او ښځې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه منع کړي بلکې په دفترونو کې یې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي. همداشان ښځې پارکونو، ورزشي کلپونو او عامه حمامونو ته هم د تګ اجازه نلري.

XS
SM
MD
LG