د لاس رسي وړ اتصالات

د ​اسپانیا پولیسو پنځه تنه مشکوک ترهگر ووژل


اسپانوي مقاماتو ویلي چې ښایي یوه ١٢ کسیزه ډله د بارسلونا او كمبريلز په حملو کې دخیل اوسي
اسپانوي مقاماتو ویلي چې ښایي یوه ١٢ کسیزه ډله د بارسلونا او كمبريلز په حملو کې دخیل اوسي

د اسپانیا پولیس وایي، پنځه کسان چې جعلي ځانمرگي کمربندونه یې درلودل او د بارسلونا د مرگوني حملې په څېر وژنو هڅه یې کوله، په کمبریلز ساحلي ښار کې ووژل شول.

د بارسولونا ښار په ١٢٠ کیلومترۍ کې پروت په کمبریلز ساحلي ښار کې امنیتي قواو خلکو ته ویلي چې سړکونو ته له وتلو ډډه وکړي. پوليس د کیمبرلز او بارسيلونا د بريدونو ترمنځ د تړاو د معلومولو هڅه کوي.

اسپانوي مقامات وایي دغه پرله پسې بریدونه او همداشان په همدې اونۍ کې د بارسلونا په یو کور کې چاودنه سره تړاو لري او دا د ترهگرو د یوې پراخې کړې کار دی.

د اسپانیا د پاچا او صدراعظم په گډون نن د جمعې په ورځ د بارسلونا ښار په مرکزي چوک کې په زرگونو کسانو د پنجشنبې د ورځې د تروریستي پیښې د قربانیانو په درناوي یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د پنجشنبې په ورځ په بارسلونا کې یو موټر پر پیاده خلکو وروخوت او ١٣ کسان یې ووژل او ١٠٠ تنه نور یې ټپیان کړل.

د بارسیلونا د برید مسؤلیت داعش منلې او پوليسو څو تنه نیولي چې یو مراکشی او یو اسپانوی په کې شامل دي.

د اسپانیا صدراعظم ماریانو راجوی د بارسلونا برید "جهادي ترهګري" بللې ده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالات د بارسلونا د بریدونو د غندلو تر څنگ ویلي چې امریکا هر هغه مرستې ته حاضره ده چې لازمه وي. ښاغلي ټرمپ همداشان د اسپانیا له وگړو غوښتي چې مضبوط او استوار اوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغه برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې ترهگر باید په دې پوه شي چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د هغوی پسې دي او هغوی به د عدالت منگلو ته وړاندې کړي.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي او د کاتولیکانو د مذهبي مشر پاپ فرانسیس په گډون د نړۍ مشرانو د بارسلونا د پنجشنبې د ورځې برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG