د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې لسګونه زره ماشومان له پولیو واکسین پاتې کیږي


په کونړ ولایت کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو د مخالفت په وجهه ۳۹ زره ماشومان له واکسین پاتې کېږي، چې روغتیايي چارواکي او ولسي خلک دې چارې اندېښمن کړي دي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز الرحمن ساپی وايي، دغه ولایت کې د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه ډېر شوي او یو شمېر ولسوالیو کې د حکومت ځینو مخالفو ډلو د واکسین مخالفت زیات کړی دی.

هغه وايي، په ځينو سیمو کې وسله وال یوازې د کمپاینونو مخالفت کوي، خو ځینو ساحو کې بیا په مطلق ډول واکسین بند شوي دي، چې په پایله کې یې تر ۳۹ زره ماشومان له پولیو واکسین پاتې کیږي.

نوموړی زیاتوي: "دوه قسمه مخالفین دي، یو قسم هغه دي چې بیخي مخالفت کوي او ځينې یې په کلینیکونو او جوماتو کې اجازه ورکوي. مونږ چې ارقام تر لاسه کړي د تېرو کمپایونو څخه نو ۳۹ زره ماشومان له واکسین پاتې کېږي او دا ډېره د اندېښنې وړ مسله ده".

ښاغلی ساپی زیاتوي، چې په ځينو ساحو کې خو وسله والو بیخي مطلق واکسین بند کړي دي، خو د قومي جرګو له لارې یې هڅې پیل کړې دي، چې یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه:" شپږ ولسوالیو لرې پرتو ساحو کې یې دوامداره واکسین چې په کلینکونو کې کیږي او یا ځينې کسان ساحو ته ورځي هغه یې هم بند کړي دي. مثلآ سرکاڼو، څوکۍ، چپه دره، ماڼوګي،مروروه او ځينو نورو ولسوالیو یو شمېر سیمو کې چې لویه ستونزه ده."

نوموړی زیاتوي چې د قومي جرګو له لارې یې هڅې پیل کړې دي چې دغې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړي.

ولسي خلک هم له طالبانو او نورو وسله والو غواړي، چې د واکسین پر وړاندې ممانعت ختم کړي تر څو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.

XS
SM
MD
LG