د لاس رسي وړ اتصالات

فراه یو ځل بیا د ګوزڼ پېښو تر ګواښ لاندی دې


نا امنیو د فراه ولایت په زیات شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاینونه له سختو ننګونو سره مخامخ کړي.

د فراه ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو واکسین دګرځنده کمپاینونو پر وړاندې مخالفت، زیات شمېر تر پنځو کلونو ښکته ماشومان په ولسوالیو او لیرې پرتو سيمو کې له واکسین څخه بې برخې کړي.

روغتیایي چارواکي زیاتوي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، کېدای شي یو ځل بیا په فراه کې د ګوزڼ پېښې رامنځته شي.

د فراه د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالجبار شایق وايي، د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې د وسله والو ډلومخالفت زیات شوي او اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته کور په کور واکسین تطبیق شي.

هغه زیاته کړه، که چېرې وضیعت همداسې دوام وکړي ، امکان شته چې زیات شمېر تر پنځو کلونو ښکته ماشومان یو ځل بیا په فراه ولایت کې د ګوزڼ پېښې رامنځته شي.

" بدبختانه چې د نامنی له امله د فراه په زیات شمېر ولسوالیو کې پولیو واکسین یواځې په روغتیايي کلینیکونو کې شتون لري او کور پر کور نه تطبیق کیږي، نو د پولیو واکسین پوښښ کچه ډېره ټېټه ده او ماشومانو ته واکسین نه رسول کیږي. نو موږ هېله لرو چې په ناامنه سېمو کې د واکسین په اړه زموږ سره همکاري وشي".

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکي د جګړې ښکېلو غاړو او قومي مخورو څخه د پولیو واکسیناتورانو سره د همکارۍ غوښتنه لري.

د فراه اوسېدونکۍ عتیق الله سباوون وویل. " موږ د ټولو افغانانو او په خاص ډول دولت او طالبانو څخه هېله کوو چې د پولیو واکسین سره په همکارۍ د ماشومانو ژوند وژغوري. ځکه پولیو واکسین ډیر اړین دی، نو بیا هم د دواړو غاړو څخه د ستونزي د حل غوښتنه کوو".

د فراه اوسېدونکي له دولت، طالبانو او نورو ښکېلو غاړو څخه داهم غواړي، چې د پولیو واکسین سیاسي نکړي او روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي، چې د ماشومانو د ژغورنې په موخه واکسین تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG