د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش کې د هندي سیاستوالې لخوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي خلاف مظاهرې شوي


په بنګله دیش کې نن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۶مه (غبرګولي ۲۶) شاوخوا ۱۰ زرو کسانو د هندي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې مظاهرې وکړلې چې د اسلام د پیغمبر په هکله یې کړي او په ټولې اسلامي نړۍ کې د خلکو قهر او غصه یې پارولې ده.

په بنګله دیش کې دا مظاهرې پداسې حال کې کیږي چې په هند کې چارواکو د جمعې د ورځې د لمونځونو لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو غوښتنه کړې. تیره اونۍ هم په هند کې پراخې مظاهرې شوې وې او دوه تنه پکې وژل شوي هم و.

د هند د واکمن ګوند یوې ویاندې نوپور شرما د اسلام د پیغمبر او د هغه تر ټولو کشرې میرمنې په هکله دا څرګندونې چې اسلامي نړۍ یې په غصه کړې، د تیرې مې میاشتې په ۲۶مې وکړلې.

د شاوخوا ۲۰ هیوادنو چارواکو هندي استازي ورغوښتي و چې د دې څرګندونو په هکله سپیناوی ورکړي.

د بنګله دیش د ډهاکې په ښار کې زرګونو مظاهره چیانو چې د "د نړۍ مسلمانانو یو موټی شئ" شعارونه یې ورکول د ښار تر ټولو ستر جومات مخې ته راټول شوي و او غوښتل یې چې د هند د سفارت په لور ولاړ شي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

مظاهره "د بنګله دیش اسلامي اندولن" په نامه ګوند جوړه کړې وه چې پدې هیواد کې تر ټولو اسلامي سیاسي ګوند دی.

پولیسو هم ویلي چې په مظاهرې کې شاوخوا ۱۰ زرو کسانو برخه اخیستې وه او دا چې مظاهره سوله ایزه وه.

دا لومړی خل ندی چې په بنګله دیش کې خلک د هندي چارواکو لخوا د اسلام د پیغمبر په هکله د څرګندونو په غبرګون کې مظاهرې کوي.

تیره جمعه هم ۱۵۰ زرو کسانو د دې هیواد په سترو ښارونو کې مظاهرې وکړلې او څه باندې ۲۰ زره یوازې په پلازمینه ډهاکې کې په پوهنتونونو او نورو ښارونو کې راټول شوي و.

XS
SM
MD
LG