د لاس رسي وړ اتصالات

کولراډو کې د اورلګیدنو له امله زرګونو کسانو ته د وتلو امر شوی


د امریکا د متحده ایالتونو په کولراډو ایالت کې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي نهمه) زرګونو خلکو ته امر شوی چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

په یاد ایالت کې د بې سارې وچکالۍ له امله په ځنګلونو کې پراخ اور بل شوی او دغه اور نورو سیمو ته په چټکۍ د پراخیدو په حال کې دی.

ویل کیږي چې په یو شمیر سیمو کې د سختو بادونو له امله د بریښنا پایې هم راغورځیدلي دي.

د امریکا د هوا پيژندنې ملي ادارې وضعیت ژوند ته ګواښ پيښونکی بللی او د یاد ایالت د لویسویل ۲۰ زره او د سوپریر ښار ۱۳ زره اوسیدونکو ته ویل شوي چې خپل کورونه پریږدي.

په یو شمیر سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره اټکل شوی او د اور د سختو لمبو له امله د اور وژونکو کار هم ستونزمن شوی دی.

د کولراډو والي جارډ پولیس د یوه ټویټ په کولو څرګنده کړې:"د ګړندیو بادونو له امله اور سرعت مخ په خپریردو دی او ټولې الوتکې کینول شوي دي."

د امریکا د یو شمیر غربي ایالتونو په شان کولراډو هم د څو کلونو راهیسې وچکالۍ سره مخ دی او دغه وچه اور لګیدنو ته آسیب پذیره سیمه کړېده.

XS
SM
MD
LG