د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د کرونا درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د درې نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

تر دې مخکې په دغه ولایت کې د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه چې د یادو درې تازه پېښو په تثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن شنبه «کب۱۷مه» ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ولایت کې د کرونا ۳۶ مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې نیول شوي وې چې ۳۳ منفي او درې یې مثبې ثابتې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې یاد ناروغان دا مهال تر جدي درملنې لاندې دي.

په هرات کې د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې تر ثبتېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی و او له خلکو یې څخه غوښتي و چې له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

په هرات کې په کرونا ویروس لومړی اخته شوی کس تازه د ایران له قم ښار څخه دغه ولایت ته راغلی و.

د روغتیا وزارت ویلي ۳۶ نور کسان چې د کرونا د مشکوکو پېښو د معایناتو لپاره یې دوی ته مراجعه کړې ده دا مهال تر جدي څارنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز هم له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو پر مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال افغانستان ته شړي.

وړمه ورځ پاکستان د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف هم په هرات ولایت کې خپل قونسلګري د ۱۵ ورځو لپاره وتړله.

XS
SM
MD
LG