د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې پرله پسې پنځه توغندي ولګېدل


د کابل پولیس وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ بجه د دغه ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې پرله پسې پنځه توغندي لګیدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ – آشنا ته وویل، لومړی توغندی په افشارو کې پر یو کور لګیدلی، چې له امله یې درې تنه برسیرن ټپیان شوي دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې څلور نور توغندي د افشارو په غونډۍ لګیدلي دي او تلفات نه لري.

هغه وویل، چې پولیسو د دغو بریدونو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان هم تائیدوي، چې چاودنې د توغنديو د لګېدلو له امله شوې دي.

د دغو بریدونو مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

د افشارو سیمه د کابل ښار په شمال لویدیځه څنډه کې پرته ده، چې په کې د پولیسو اکاډمي، د سرې میاشتې دفتر او یو شمیر پوهنتونونه موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG