د لاس رسي وړ اتصالات

د 'پاکستاني طالبانو'د بریدونو زیاتوالی؛ درې پاکستاني عسکر وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پاکستان چارواکي وايي، د دغه هیواد په شمال کې د یو وسله وال برید په ترڅ کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو یو ځايي چارواکي محمد علي ګنډاپور رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه برید د شنبې په شپه ډسمبر درېیمه (لېندۍ ۱۲) د خیبرپښتونخوا په "نوښار" سیمه کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني عسکر په "نوښار" کې د افغانستان پولې ته څېرمه په ګزمه وتلي و چې د وسله والو کسانو له کمين سره مخ شوي او له امله یې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د رویټرز آژانس د راپور له مخې د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) په غاړه اخیستی او د درې پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا یې کړې ده.

دا برید داسې مهال کیږي چې تحریک طالبان پاکستان د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خپل اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ. د دواړو خواو ترمنځ د افغان طالبانو په وساطت د خبرو وروسته د جون په میاشت کې اوربند شوی وو.

دې ډلې د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته خپلو وسله والو ته پر پاکستاني پولیسو د درندو بریدونو امر وکړ.

تحریک طالبان پاکستان د اوربند د پای ته رسېدو تر اعلان یوه ورځ وروسته د تیرې سې شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې هم پر پاکستاني پولیسو د مرګونې چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې د پولیسو په ګډون څلور تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG