ایراني رسنیو دوشنبې سپتمبر ۳۰ (تلې نهمه) وویل چې د جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان په ولایت کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو په بریدونو کې درې پولیس وژل شوي دي.
د ایران دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له ډیر وخت راهیسې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو او د سني او بلوڅو یاغیانو د بریدونو له کبله د ناامنیو سره مخامخ دی.
ایرنا خبري اژانس وویل: "د سیستان بلوچستان په هیرمند کې یو سرحد ساتونکی څو ساعته وړاندې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شو."
د ایرنا د خبر له مخې، د دوشنبې په ورځ په همدې سیمه کې په یو بل برید کې یو سرحد ساتونکی ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. ایرنا همدارنګه د سیستان او بلوچستان په خاش کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د یو افسر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په پاکستان کې میشتې د جیش العدل سني جهادي ډلې په ټلیګرام کې د یو پیغام په خپرولو سره، د وروستیو دوو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې د یکشنبې د برید په ګډون چې یو ایرانی پولیس پکې ووژل شو، په وروستیو میاشتو کې د ایران په دغه سیمه کې د ګڼو بریدونو مسئولیت منلی دی.
د پولیس د وژلو په تور دوه کسان په دار ځړول شوي
بل خوا د ایران د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د یوې وسله والې غلا په ترڅ کې د یو پولیس د وژلو په جرم یې دوه کسان اعدام کړي دي.
د عدلیې وزارت د میزان وبسایټ لیکلی چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ د مرکزي ولایت په خمین کې په عام محضر کې په دار وځړول شول.
فورم \ دبحث خونه