د لاس رسي وړ اتصالات

په یو برید کې د ایران درې پولیس وژل شوي؛ جیش العدل ډلې یې مسئولیت منلی


په ایران کې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (سنبله۲۲) په یو برید کې درې پولیس ووژل شول، د برید مسئولیت یوې جهادي ډلې په غاړه اخیستی دی.

د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی دی چې برید د سیستان-بلوچستان ایالت د میرجاوه په سیمه کې شوی دی.

په راپور کې ویل شوي د‌ي چې په برید کې یو ولسي وګړی هم ژوبل شوی دی.

برید داسې مهال شوی دی چې پولیس په ګزمه کې وو.

سیستان-بلوچستان د ایران تر ټولو بې وزله ولایت بلل کېږي، دغلته اقلیت بلوچستان اوسېږي چې سنيان دي.

د جیش العدل ډلې، د ټیلیګرام په یو پوست کې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی دی.

تېره میاشت په یو برید کې د سیستان-بلوچستان د خاش د جنايي څانګې مشر په یو برید کې ووژل شو. جیش العدل د هغه برید مسئولیت هم منلی و.

دغې ډلې همدغه راز ادعا کړې وه چې د اپریل په میاشت کې یې هغه بریدونه هم کړي وو چې په کې د ایران ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي‌ وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG