د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د کرونا ویروس سره د مبارزې دودیزه لار غوره کړې


په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر په زیاتیدو سره خلک په بې صبرۍ سره د دې ناروغۍ د واکسین د جوړیدو انتظار کوي.

خو یو شمیر ترکانو ددې ویروس لپاره د واکسین او درملو د نشتون له امله انو د کولونیا استعمال ته مخه کړې ده.

نهه اتیا کلن ملیح ضیا سیزر ښایي د استانبول تر ټولو پخوانی درمل جوړونکی وي. هغه وايي کرونا ویروس د هغه د مسلکي ژوند تر ټولو لویه ننگونه ده.

نوموړی اوس د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي او له نورو عطرونو سره د کلونیا په یوځای کولو سره د لاسونو د مکروب ضد درمل جوړوي.

سیزر باور لري چې د خلکو په لاسونو باندې قوي الکولي مواد دا ویروس له منځه وړی شي.

په داسې حال کې چې د دې ویروس په اړه عامه پوهاوي مخ په زیاتیدو دی، په لاس باندې د مکروب ضد موادو منظمه تقاضا هم زیاته شوې ده.

په ترکیه کې کرونا ویروس تر اوسه څه باندې درې زره و پنځه سوه کسان وژلي او د یو سلو دیرش زره نورو په شاوخوا کې په دې ویروس ککړ شوي دي.

ترکیه د کرونا ویروس سره په دودیزه لار مبارزه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG