د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د پارلمان غړي طالبانو سره د تعامل په اړه ویدیو ړنګه او خپل قضاوت ناسم وګاڼه


د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوود له هغه وروسته له طالبانو سره د تعامل په اړه خپله خپره کړې ویدیو ړنګه کړه چې د خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

توبیاس ایلوود څو ورځې مخکې په یوې لیکنې کې د بریتانیا له حکومت څخه غوښتي ‌وو چې له طالبانو سره دې مذاکره او تعامل وکړي او په کابل کې دې بېرته خپل سفارت پرانیزي. هغه بیا په دې اړه یوه ویدیو هم خپره کړې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو په ګډون بریتانویانو او نورو خلکو په ده باندې انتقادونه وکړل او د افغانستان او طالبانو په اړه یې د هغه ارزونه غلطه او د طالبانو ملاتړ وبله.

نوموړي له دغو انتقادونو وروسته اړ شو چې خپله خپره کړې ویدیو ړنګه کړه.

توبیاس الوود د بریتانیا د «ټاک تلویزون» سره په یوې مرکې کې وویل چې په یو شمېر داسې موضوعګانو نظر ورکوي چې په خبره یې نور استازي یې په اړه نه غږېږي او دا یې ومنله چې په ځینو مناسبتونو کې «د ځینو مسائیلو په اړه غلط» ‌وي.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې انتقادونو ته په اشارې اعتراف وکړ چې سم نه و. د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر وویل: «که رښتیا ووایم د یو غړي په توګه تېرې څو ورځې ډېرې مصیبتناکې وې، زه غلط وم او نپوهېږم تاسو له ما څو ځلې غواړی ‌چې دا خبره وکړم، خو زه دا حقیقت منم چې افغانستان یو ډېر بد ځای دی.»

د ټاک تلویزون خبریال پیرس مورګن ترې پوښتي چې چمتو دی په دې اړه خپله ویدیو ډیلیټ او ړنګه کړي. هغه وايي: «زه به په خوشحالۍ سره دا کار وکړم.»

له دغې مرکې وروسته د هغه له ټولنیزو رسنیو څخه دا ویدیو حذف او ړنګه کړل شوې ده.

د نوموړي د ټویټ له ډیلیټ کولو څو ساعته مخکې طالبانو په کابل کې د سنګارتونونو د بندولو په ضد د ښځو لاریون وځپه. طالبانو څه موده مخکې د ښځو سنګارتونونه هم بند کړل.

د خدیجې توتاخېل په نامه یوې افغانې په خپل ټویټر کې د طالبانو ځپونکیو تګلارو ته په اشارې توبیاس الوود په خپل ټویټر کې ټګ کړی او په انګلیسي کې یې ورته لیکلي دي چې د ښځو د «ډوډۍ، کار او عدالت چېغو په سړکونو کې انګازې کولې، خو طالبانو د دې په ځای چې غږ یې واوري، پرې د اوبو په پاشلو، ربړي مرمیو په ورولو او ډزو باندې ځواب ووایه».

خدیجې توتاخېل لیکلي دي: «سلام توبیاس ایلوود، دا هم په خپل راتلونکي‌ راپور کې ځای کړه، شاید دا کار تاسو د طالب ترهګرو په ښه مدافع [لابیست] بدل کړي.»

په افغانانو سربېره ځینو بریتانویانو هم د ایلوود څرګندونې غندلې دي. په ټویټر کې د لویس جونس په نامه د یوې ښځې انتقادي ویدیو هم خپره شوې ده. دا ښځه ځان د بریتانیا د پوځ مخکنۍ غړې معرفي کوي‌ او وايي چې د افغانستان په جګړې کې یې هم برخه اخیستې وه.

لویس جونس په خپلې ویدیو کې وايي چې الوود طالبان د اپیمو په ختمولو او نورو مسائیلو کې ستایلی خو دا حقیقت یې هېر کړی چې «ښځې په دغه هېواد کې په ظالمانه شکل ځپل» شوي‌ دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې د دې ښځې دا ویدیو خپره کړې او الوود ته یې لیکلي‌ دي که د «افغان ښځو ته غوږ نه نیسي، د دې خبرې واوره».

لویس جونس په خپلې ویدیو کې ایلوود څخه پوښتلې چې ایا غواړي چې د رایه ورکوونکو او پارلمان د علایقو په اساس په پارلمان کې د استازي او د دفاعي کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کړې او که په خبره یې طالبانو ته «دبې ځایه توصیفي لیکنې وکړې، نو،‌ کوم یو به یې يي».

نوموړي ویلي دي چې ایلوود په خپلو څرګندونو سره تېر ۲۰ کاله له پامه غورځولي او دا یې هم هېر کړي‌ چې د خشونت علت دا و چې طالبانو د افغانستان د منتخب حکومت سره له خبرو ډډه کوله او جګړه یې پيل کړې وه چې، له کبله یې ډېر بریتانوي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ووژل شول.

توبیاس ایلوود، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته هم سفر کړی و، څو ورځې مخکې یې د تلګراف ورځپاڼې ته په یوې مقالې کې لیکلي وو د طالبانو په اړه د هغه خبرې باید طالبانو ته د امتیاز ورکولو په مانا وانخیستل شي، ځکه چې د هغه په وینا ۲۰ کاله مخکې اسلامي افراطیانو یې ورور وواژه.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي افغانستان ته خپل سفر ته په اشارې لیکلي دي چې له «جګړې څخه دا ستړی هېواد» ارامتیا ته ضرورت لري او په خبره یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیت، ازاد تګ راتګ او په لویه کچه د فساد ختمېدل په افغانستان کې لوی پرمختګونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې او د طالبانو حکومت د خلکو په ځپلو، شکنجې او ان د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژلو تورن کړی دی. یوناما په خپل تازه راپور کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د محاکمو له حکم پرته وژنې،‌ د بشري حقونو څخه سرغړونې او دا ډول نورې پېښې یادې کړي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول او تر دې دمه یې هېڅ هېواد حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی. نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت همه شمول نه بولي او همدغه راز له طالبانو غواړي،‌ چې د ښځو په اړه خپلې تګلارې بدلې کړې.

XS
SM
MD
LG