د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرالان: د بایډن ادارې په پلان کې ناکامي د افغانستان څخه د ځواکونو وتلو بهیر کې د ګډوډۍ سبب شوه


له ښي خوا متقاعد جنرال فرانک مک کینزي او متقاعد جنرال مارک میلي د سه شنبې په ورځ د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ غړیو پوښتنو ته ځوابونه ویل.
له ښي خوا متقاعد جنرال فرانک مک کینزي او متقاعد جنرال مارک میلي د سه شنبې په ورځ د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ غړیو پوښتنو ته ځوابونه ویل.

د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو دوه تر ټولو جګپوړي پخواني جنرالان وایي د جمهور رئیس جو بایډن ادارې لخوا د پلان په جوړولو کې ناکامي د دې سبب شوه چې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو بهیر کې ګډوډي پیدا شي.

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو پخواني عمومي لوی درستیز، متقاعد جنرال مارک میلي او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان، متقاعد جنرال فرانک مک کینزي دا څرګندونې سه شنبه مارچ ۱۹ مه (کب ۲۹) د کانګرس استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ په یوې استماعیه غونډې کې وکړلې.

دواړو جنرالانو په غونډې کې وویل چې د جمهور رئیس بایډن حکومت د افغانستان څخه د تخلیې بهیر لپاره په کافي اندازه پلان نه درلود او د دې بهیر پیلیدو لپاره یې په مناسب وخت کې خبر نه و ورکړی.

د دې پخوانیو جګپوړو جنرالانو د څرګندونو څخه معلومیږي چې د افغانستان جګړې پای ته رسیدو په وروستیو ورځو کې پوځي مشرانو او د جمهور رئیس بایډن د حکومت تر منځ اختلافات موجود وو.

دوه عمده اختلافات چې لدې غونډې څرګند شوي دا وو، چې د متحده ایالاتو پوځ حکومت ته سلا ورکړې وه چې په افغانستان کې د ثبات ساتلو لپاره باید لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري پاتې شي او دویمه دا چې د بهرنیو چارو وزارت د تخلیې بهیر په پیل کیدو کې پڅ عمل کاوه.

جنرال میلي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د غیر محاربوي پرسونل د تخلیې عملیاتو پریکړه د اګست په ۱۴ مې وکړله او د متحده ایالاتو پوځ د دې بهیر لپاره په دومره "چټکۍ چمتو شول او ترتیبات یې ونیول" چې په نړۍ کې بل هیڅ پوځ یې نشي کولی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت دا پریکړه "ډیره ناوخته" وشوه.

دې جنرال وویل، "بنسټیزه سهوه، بنسټیزه نیمګړتیا د بهرنیو چارو وزارت (د پریکړې کولو) وخت و چې سوکه او ډیر ناوخته وشوه."

د تخلیې د بهیر پریکړه باید د بهرنیو چارو وزارت کړې وی خو د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان متقاعد جنرال فرانک مک کینزي د استازو مجلس په غونډې کې وویل چې د طالبانو لاسته د کابل لویدو څخه څو اوونۍ او څو میاشتې وړاندې ، د دفاع وزارت یا پنټاګان د بهرنیو چارو وزارت څخه د تخلیې په پلان ټینګار کاوه خو دا اندیښنه یې درلوده چې د بهرنیو چارو وزارت چمتو نه و.

دې جنرال وړاندې وویل: " مونږ د جولای په نهمه په سیمې کې ځواکونه درلودل، خو هیڅ مو نشوی کولی. د بهرنیو چارو وزارت د پریکړې وخت مهلکه نیمګړتیا وه چې د اګست په میاشت کې د ګډوډیو سبب شوه."

جنرال میلي او جنرال مک کینزي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر څارلو مسؤلیت درلود.

جنرال مک کینزي په غونډې کې وویل: "زما په ګمان کومې پیښې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي او آخر کې وشوې، په مستقیمه توګه د څو میاشتو لپاره د تخلیې بهیر ځنډولو له کبله وې. په واقعيت کې مونږ د مرګ په ژۍ کې و او طالبانو هیواد (افغانستان) نیولی و."

جنرال میلي د جمهور رئیس بایډن څخه غوښتي و چې په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري پریږدي تر څو د طالبانو مهار کولو لپاره د افغانستان دځانګړو ځواکونو ملا وتړي او دیته اجازه ورکړي چې د بګرام هوایي اډه د امریکایي ځواکونو سره پاتې شي.

دې جنرال ویلي و پدې کار سره د متحده ایالاتو پوځ ته د طالبانو د بریدونو په مقابل کې اضافي اختیار په لاس ورکاوه.

خو بایډن په افغانستان کې د زیات شمیر امریکایي ځواکونو پریښودل نه منل او غوښتل یې یوازې ۶۵۰ سرتیري هلته پریږدي چې یوازې په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت امنیت وساتي.

دا جګپوړي جنرالان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د ګډوډۍ پیدا کیدو ملامتي پداسې حال کې د جو بایډن په حکومت اچوي، چې سپینې مانۍ تیر کال ویلي و چې د ښاغلي بایډن لپاره لارې چارې د هغو تړونونو له کبله محدودې شوې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دوحې کې د طالبانو سره د امریکایي سرتیرو وتلو په هکله کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG