د بریتانیا د بهرنیو چارو یو چارواکي د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې د دغې ډلې د محدودیتونو په دوام باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د افغان میرمنو او نجونو له حقونو څخه دفاع یې د هیواد په اصلي لومړیتوبونو کې ځای لري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان د څانګې مرستیال همیش فالکونر، د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۲ (سلواغې درئیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې او چلند ورته د منلو نه دی.
هغه ویلي: "د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د منلو نه دی. زه دلته په نیویارک کې ملګرو ملتونو ټولنې په مرکز کې یم تر څو عمده تمویل کوونکو، سیمه ییزو همکارانو او د ملګرو ملتونو له استازو سره لیده کاته وکړم او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د وحشتناک بشري وضعیت په اړه خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړم".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو سره هممهاله د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې راهیسې نجونې او ښځې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له زده کړو منع کړي دي.
ددې ترڅنګ طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د ملګرو ملتونو په ګډون په غیردولتي ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی. طالبانو د خپلې واکمنۍ د پیل راهیسې د پوهنې او عامې روغتیا د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې اصلآ ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.
همیش فالکونر ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی. همداشان هغه په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو او په غیر دولتي موسسو کې پر کار باندې د طالبانو بندیز یو ځل بیا غندلی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان د څانګې مرستیال د وینا پراساس طالبان به د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب ویلو ته د حاضریدو لپاره او هم د افغانانو د ښه راتلوونکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر زده کړو د شتو محدودیتونو په دوام په یو تازه اقدام کې په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې ددغې ډلې د حکومت دغه اقدام پر نړیواله کچه د پراخه غبرګونونو سره مخ شو.
په دغو طبي انیستیوتونو کې ښځو او نجونو د قابلګۍ، درملو جوړولو، د غاښونو پروتز، لابراتوار، اکسري، فیزوتراپي او نرسینګ په څانګو کې زده کړې کولې.
همیش فالکونر په دې اړه ویلي: "طالبان په داسې اسان ډول نشي کولای چې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او یا تعامل تمه ولري، ددې پرته چې په کړنو کې یې هیڅ بدلون شتون ونلري. مونږ به پرینږدو چې په افغاسنتان کې ښځې او نجونې له یاد څخه وایستل شي".
دغه لوړپوړې بریتانانوي دپلومات د افغان میرمنو او نجونو له حقونو څخه په داسې حال کې دفاع کړې چې درې ورځې دمخه د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ځانګړې استازې رینا امیري د خپل درې کلن ماموریت په پای کې د مخه ښې په یو لیک کې ویلي چې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې ځواب ویلو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره باید لا زیات اقدامات ترسره شي.
رینا امیري د جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۳۰) د مخه ښې په دې لیک کې ویلي: "تر ټولو لومړی مونږ باید د طالبانو د قانع کولو لپاره چې خپل ویجاړوونکي فرمانونه چې ښځې او نجونې یې د خپلو حقونو، تحرک، زده کړو، معیشت، غږونو او له حیاتي روغتیايي انسیتیوتونو څخه یې منع کړي، لغوه کړي."
د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز څخه ۱۲۲۴ ورځې او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د لګیدلي بندیز څخه ۷۶۴ ورځې تیریږي.
خو طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د تعلیم په ګډون د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.
فورم \ دبحث خونه