د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د خپل ماموریت په پای کې ویلي چې له طالبانو سره د ښځو او نجونو او حقونو د نقض په اړه د حساب او کتاب لپاره لا ډېرو اقداماتو ته ضرورت دی.
رینا امیري د خپل درې کلن ماموریت په پای کې د یکشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۹( مرغومې ۳۰) د مخه ښې په یو لیک کې ویلي: "تر ټولو لومړی مونږ باید د طالبانو د قانع کولو لپاره چې خپل ویجاړوونکي فرمانونه چې ښځې او نجونې یې د خپلو حقونو، تحرک، زده کړو، معیشت، غږونو او له حیاتي روغتیايي انسیتیوتونو څخه یې منع کړي، لغوه کړي."
میرمن امیري زیاته کړې ده: " همداشان مونږ باید له طالبانو وغواړو چې د قومي او مذهبي اقلیتونوحقونو ته درناوی وکړي. دوی [طالبانو] د ویرې او ډارولو د فرهنګ په رامنځ ته کولو سره افغانستان د اتکا او بې وزلۍ په حالت کې بند ساتي."
امیري زیاته کړې: " ددې لپاره چې طالبان حساب ورکولو ته حاضر شي د زړورو افغان میرمنو او بشري حقونو د مدافعینو له خوا ترسره شویو هڅو د لا پیاوړي کیدو لپاره لا نور ډیر کار ته اړتیا ده."
د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په دې لیک کې ویلي چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو او ټولشموله افغانستان لپاره یې چې دا هیواد د جګړو، بې ثباتۍ او پر مرستو د اتکا له حالت ووځي اویوه روښانه راتلونکې ولري په نړیواله کچه مبارزه کړې.
همداشان رینا امیري په دې لیک کې د افغان میرمنو اقتصادي انعطاف لپاره د افغان میرمنو اتحاد، د امریکا د باسټون پوهنتون سره عامه – خصوصي ملګرتوب، د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو او نجونو د روزنې، څارنې او کاررامنځ ته کیدو لپاره د میلیونونو[ ډالرو]سرچینو تحرک یادونه هم کړې ده.
میرمن امیري ویلي: " مونږ د افغان میرمنو او نجونو حقونو ته د ملاتړ لپاره د نړیوالو شریکانو سره بوخت پاتې شو چې په کې پاملرنه د اسلامي اکثریت هیوادونو ته وه، ددې په پیژندو سره چې کیدای شي دوی به د طالبانو د کیسې [دریځ] پر وړاندې اغیزمن غږونه اوسي".
رینا امیري ویلي چې خپلو نړیوالو شریکانو سره یې افغانانو ته د مرستو د برابرولو اود افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګررو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي لپاره د دفتر د جوړولو لپاره کار کړی دی.
رینا امیري ویلي چې افغانان د دې څخه د ښه حالت مستحق دي او دا فکر کوي چې هغه ورځ راتلونکې ده چې افغانستان به د یوې ټولشموله ټولنې په لور پرمخ لاړ شي او ددغه هیواد لوڼې او بچیان به د یو ښه راتلوونکې لپاره په کې ونډه واخلي.
رینا امیري د مخه ښې په دې لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زړورو افغان میرمنو او سړو ترڅنګ ودریږي . هغې ویلي چې همدا ښځې او سړي د یو باثباته او خوندي افغانستان ژمنه سرته رسولی شي، چې هم پخپله په سوله کې اوسي او د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.
میرمن امیري ویلي دا د سیمې او نړۍ لپاره یوه اخلاقي او لازمي ستراتیژیکه غوښتنه ده.
رینا امیري د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په شپږمه د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د ځانګړې استازې په توګه ټاکل شوې وه. میرمن امیري ویلي چې نن یې ماومریت پای ته رسیدلی دی.
له طالبانو د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه
د بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۹( مرغومې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له طالبانو غوښتي چې د نوي ۱۴۰۴ کال په پیل کې دې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیځي.
زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د جنورۍ په میاشت کې په اسلامي ټولنه کې د نجونو د تعلیم په اړه جوړ شوي کنفرانس ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په تړاو دوه هیله بخښوونکي پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.
هغه لیکلي: " ۱- د نجونو د تعلیم په اړه اسلامي نړیوال کنفرانس یو خورا مهم سند خپور کړ چې پکې ویل شوي چې اسلام کې نجونې په هره کچه د نارینه وو په څیر د زده کړو حق لري. ۲- د طالبانو یو مهم مشر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ښاغلي ستانکزي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی، د طالبانو د مشرتابه لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه، غیر عادلانه، ناسم او د ۲۰ میلیونو افغان نجونو او ښځو له حقونو نه سرغړونه وبلله. هغه د نجونو او ښځو پر مخ د لیسو او پوهنتونونو د ژرترژره پرانیستلو غوښتنه وکړه."
افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې هغه افغان علماء، د طالبانو مشران چې په شخصي توګه وايي چې دوی د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز مخالفت کوي، او نور ټول وطنپال افغانان باید همداسې وکړي.
هغه ویلي: " لېسې او پوهنتونونه باید د مارچ پر ۲۱ مه، په افغانستان کې د نوي کال له پیل سره سم پرانیستل شي."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا تُندغبرګون ښودلی او ویلي دي چې د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
شیر محمد عباس ستانکزي د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته یې په همدې ورځ کړې ده.
هغه ویلي: "په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نلري".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو سره هممهاله د لومړنۍ دورې پرته په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ددغه بندیز څه باندې یو کال وروسته یې دا بندیز پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته هم وغځاوه او نجونې او ښځې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم له زده کړو بندې کړې.
د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز څخه ۱۲۲۱ ورځې او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د لګیدلي بندیز څخه ۷۶۱ ورځې تیریږي.
فورم \ دبحث خونه