د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې بوړبکیو نهه تنه مړه کړي


په یو شمیر سیمو کې برښنا هم پرې شوې.
په یو شمیر سیمو کې برښنا هم پرې شوې.

د متحده ایالاتو په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکي وایي د بوړ بکیو له کبله لږ تر لږه نهه تنه مړه شول.

چارواکو جمعه جنوري ۱۳ (مرغومي۲۳) ویلي چې د توپان له وجهې ګڼ شمیر کورونه ړنګ شوي او د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا هم پرې شوې.

سمیه ایزو چارواکو ویلي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې یو شمیر سیمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نده رسیدلې.

د متحده ایالاتو د هوا پیژندنې ملې ادارې ویلي چې توپان د پنجشنبې په ورځ د مسیسیپي او جورجیا ایالتونو ته رسیدلی او په مرکزي ایالت الاباما کې پنځه بوړبکۍ پیل شویدي.

دې ادارې ویلي چې د جورجیا او الاباما په ایالت کې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۲۱۴ کیلو مټره وه او خلکو ته یې ډیر مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

مسؤلینو ویلي چې یوازې ۷ تنه په همدې ایالت کې وژل شوي او د ژغورنې او لټون عمله لا هم د وژل شویو او ټپي شویو کسانو پسې ګرځي.

په یو شمیر سیمو کې د ښوونځیو زده کوونکي تر ناوخته په ښوونځیو کې ساتل شوي و او چارواکي وایي چې له همدې کبله هم د ډیرو کسانو ژوند وژغورل شو.

مسؤلین وایي چې د ایالت ګڼو سیمو ته د ژغورنې او لټون عمله رسیدلې او عملیات یې پیل کړیدي. د جورجیا د ایالت والي هم پدې ایالت کې د دوو کسانو مړینه تائید کړې.

والي براین کیمپ ویلي چې یو تن وژل شوی ۵ کلن ماشوم و او هغه وخت مړه شو چې یوه ونه په موټر را ولویده. پدې پیښه کې یو بل تن هم لږ ټپي شوی او حالت یې جدي دی.

اخوا بیا د الاباما ایالت په شپږو ولسوالیو کې اضطراري حالت اعلان شوی. د دې ایالت چارواکو ویلي چې په یو شمېر سیمو باندې برېښنا هم پرې شوېده.

XS
SM
MD
LG