د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې دوو جوړو د خپل واده پیسې په اړمنو ووېشلې


هغه دوې جوړې چې د خپل واده پیسې اړمنو کسانو ته ورکړې
هغه دوې جوړې چې د خپل واده پیسې اړمنو کسانو ته ورکړې

سیمرا راشدي او مهدي دیوان هغه دوه جوړې دي چې د خپلو ودونو د محفل لپاره یې ځانګړې شوې په اړمنو کسانو ووېشلې.

سمیرا امریکا غږ ته ویلي: "په دې سختو شرایطو کې اړتیا ده چې یو بل سره مهربانه اوسو او له لوړو پیسو مصرفولو نه ډډه وکړو. "

سیمرا راشدي له نسیم فهیم او مهدي دیوان له خاطرې اکبري سره ودونه کړي دي. ښاغلي فهیم ۵۰ زره او مېرمن یې سمیرا ۴۰ زره افغانۍ ۳۰ اړمنو کورنیو ته ډالۍ کړي دي.

سمیرا زیاته کړه چې هغوی له دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د خپل واده مصرف به یو شمېر ښځو ته د خیاطۍ کارځای برابروي خو د کرونا ویروس خپرېدل او افغانستان کې د بیکارۍ کچې لوړېدل د دوی تصمیم بدل کړ.

مهدي دیوان ۲۴ کلن او مېرمن یې خاطره اکبري دواړه محصلین دي او دندې نه لري.

ښاغلي دیوان امریکا غږ ته ویل: "ما او مېرمن مې د هغو کسانو په اړه چې په دې ورځو شپو کې په ریښتیا اړمن دي خپل مسوولیت ادا کړ."

هغه ویلي که څه هم د واده پیسې یې لږې وې خو دوی پرې ۵۰ کورنیو ته خوراکي توکي یا پیسې ورسپارلي دي.

دغو ځوانانو په ټولینزو رسنیو کې ویلي چې کورنیو یې له دغه اقدام په اړه له دوی هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې له څو اونیو راهیسې افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله د پلازمېنه کابل په شمول یو شمېر لوی ښارونو کې ګرځبندیز اعلان شوی.

دغه وضعیت د هغو کسانو ژوند چې دیاړي یې کوله له اقتصادي پلوی ځپلی.

وروستي ارقام ښيي چې افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۹۳۳ تنو ته ورسېد او تر دا مهاله لږ تر لږه ۳۰ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

XS
SM
MD
LG