د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول اداره وايي چې په چین او هانګ کانګ کې یې په هغو شپږو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول، چې د ایران لپاره یې د بې پیلوټه الوتکو پرزې پیرودلي.
د دغه وزارت په اعلامیې کې، چې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب اتم) خپره شوې، ویل شوي چې دغو شرکتونو د ایران د «پیشتازان کاوش ګستر بشرا» په نوم شرکت، چې د امریکا د مالیې وزارت له بندیزونو سره مخامخ دی، او د «نارین سپهر مبین ایساتیس» په نوم د یو بل فرعي شرکت په نمایندګۍ د ایران لپاره د بې پیلوټه الوتکه ضروري وسائيل اخیستل.
د امریکا د مالې وزارت د اعلامیې په اساس، دا دواړه شرکتونه د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالستیکي میزایل د پروګرام اصلي ملاتړي دي او دغو نورو شرکتونو د دوی په استازیتوب دا پرزې اخیستلې او انتقالولې.
اعلامیه وايي دا نوي بندیزونه په ایران باندې د ولسمشر ټرمپ د حد اکثر بندیزونو لګولو د پالیسۍ یوه برخه ده.
په اعلامیې کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر اسکات بسنت له خولې ویل شوي دي: «اسلامي جمهوریت د خپلو بې پیلوټه الوتکو د تسلیحاتي پروګرام د تقویت لپاره د خپلو اړتیا وړ اجزاو د ترلاسه کولو لپاره د نویو پټو شرکتونو او درېیمو تامین کوونکو هېوادونو له لارې هلې ځلې روانې ساتلې.»
د مالیې وزارت ژمنه کړې، چې د ایران د هغو طرحو ګډوډل به روان ساتي چې په نورو هېوادونو کې خپلو تروریستي نیابتي ډلو ته وژونکي وسلې استوي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې تر دې مخکې په هانګ کانګ کې په هغو شرکتونو باندې هم بندیزونه لګولي وو، چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو لپاره یې د لویدیځ حساس تکنالوژیکي مواد برابرول.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په هغو ۲۲ کسانو او ۱۳ شرکتونو باندې، چې د ایران د تیلو په صنعت کې دخېل وو، بندیزونه لګولي.
د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي، چې په متحدو عربو اماراتو او هانګ کانګ کې د تیلو خرڅوونکي شرکتونه، په هند او چین کې یې د تیلو انتقالوونکي شرکتونه او په بېلا بېلو برخو کې یې ۱۳ بېړۍ د ایران د تیلو په صنعت کې د ښکېلیتا له کبله د منع کړل شوي ملکیت په توګه پېژندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې د انتقالاتو دغه تسهیل کوونکې شبکې د دوکې او فریب له لارې په غیر قانوني توګه د ایران تیل په اسیا کې پيرودونکو ته رسول او بارول. د اعلامیې په اساس دغې شبکې تر دې دمه د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت د ایران خام تیل انتقال کړي دي.
اسکانت بنست ویلي دي چې په ایران کې باندې د حد اکثر بندیزونو د پالیسۍ له لارې غواړي د دغه هېواد د نفتو صادرات د اوسنۍ کچې څخه هم لس فیصده راټېټه کړي.
هغه د «فاکس بزنس» تلویزوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې د ایران رژیم په اوس وخت کې هره ورځ د یو میلیون او ۵۰۰ زرو بېرل تیلو څخه نیولې تر شپږ میلیون بیرل تیلو پورې صادروي او له دې لارې «په ټولې نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه تمویلوي».
فورم \ دبحث خونه