د لاس رسي وړ اتصالات

محسن داوړ د چمن پرلت کې ګډون ته پرېنښودل شو


د جمن پرلت
د جمن پرلت

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ چې نن د چارشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) یې په چمن کې د سوداګرو په روان پرلت کې ګډون کاوه، د کوټې پولیسو ورته اجازه ورنکړه.

له امریکا غږ سره په خبرو کې محسن داوړ وویل، پکار ده چې د پرلت سمبالوونکي د پښتنو د ټولو سیاسي ګوندونو مشران ټول یو ځای دې احتجاج ته وروغواړي. د نوموړي په وینا په دې کار سره به نه یوازې د دې پرلت غږ نور اغیزمن شي، بلکې زغرده نتیجه به ورکړي.

په چمن کې د سوداګرو، سیاستوالو، فعالانو او مزدورانو پرلت له تېرو درو اوونیو راهیسې د دې لپاره روان دی چې د چمن- بولدک ترمینځ د خلکو پر تګ راتګ دې د حکومت له خوا د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط لیرې کړل شي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محس داوړ زیاتوي چې د چمن او تورخم په ګډون پر ټولو لارو افغانان د سکندر یوناني تر امپراتورۍ مخکې لا تګ راتګ کاوه.

هغه وایي: «دلته که چنګېز راغلی دی، که مغل راغلي دي، ان د انګرېزانو په لویه امپراتورۍ کې افغانان پر خپلو دغو لارو تلل راتلل. پر دوی هېڅ بندیز نه دی لګول شوی. فرنګي دلته ډیورنډ کرښه تېره کړه، خو د دې ولسونو د تګ راتګ حق یې وانخیست. د پاکستان اوسنی حکومت خو د دې اختیار نه لري چې پر چمن - بولدک لار باندې د سوداګرو مخه ونیسي. د دومره لویې فیصلې اختیار دا حکومت څنګه په یوازې سر کوي، ځکه چې دا خو د دوو ملکونو معامله ده. که اختیار لري نو منتخب حکومت یې لري.»

محسن داوړ په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې د دې پرېکړې ترشا د پوځ لاس دی او اوسنی سرپرست حکومت دوی [پوځ] جوړ کړی دی. منتخب حکومتونه د دغه ډول فیصلو پر وړاندې تر خپله وسه مقاومت کوي.

نوموړی د دې ستونزو حل په دې کې ویني چې د پښتونخوا ټول سیاسي ګوندونه او د هغوی مشران په یوه ورځ او په شریکه دا غږ دروند او په ګډه پورته کړي. د ده په وینا د پاکستان پر ریاست فشار یوازې او یوازې له همدې لارې راتلای شي.

د بلوچستان حکومتي ادارو پر محسن داوړ د چمن پرلت کې پر ګډون د بندیز په اړه لاهم هېڅ بیان نه دی خپور کړی.

په چمن کې د سوداګرو ټولنې او سياسي ګوندونه د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د دې لپاره احتجاجي ناسته پیل کړې چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ تګ راتګ دې د تېر په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې وشي.

دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط رد کړی او وايي دا کار د سيمې زرګونه کسان بې روزګاره کوي نو ځکه بايد حکومت خپله پرېکړه واخلي.

په پرلت کې شامل زیاتره کسان د چمن-بولدک ترمینځ غوټې تېروي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. دوی وایي چې د ورځې څو واري د پنډونو د وړلو لپاره افغانستان ته اوړي نو هر ځل ورته د وېزې لګول او پاسپورټ کارول ممکنه نه دي.

خو د پاکستان سرپرست حکومت ويلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته هېڅوک د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی.

د چمن له پرلتوالو سره د هغه ځای د انتظامیې، صوبايي سرپرست حکومت او د پوځ ځايي مشرانو او چارواکو مذاکرات کړي دي خو لا نتيجې ته نه دي رسېدلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG