اسرائیل شنبه جنوري څلورمه ( مرغومي ۱۵) تائید کړه چې په غزې کې د اوربند په هکله خبرې د قطر په پایتخت دوحې کې پداسې حال کې د سره پیل شوي چې پدې تړانګې باندې د اسرائیلي ځواکونو په تازه بمباریو کې څه باندې ۳۰ تنه وژل شویدي.
د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز د برمته شویو کسانو د کورنیو غړیو سره په خبرو کې وویل چې په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره د حماس ډلې سره غیر مستقیمې خبرې د سره پیل شویدي.
د ښاغلي کاتز دفتر په یویې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل یو پلاوی د جمعې په ورځ قطر ته تللی. د دفاع وزیر همدارنګه ویلي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو مذاکراتي ټیم ته مفصلې لارښوونې ورکړیدي.
د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړي د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي خو پدې خبرو کې یو مهم خنډ دا دی چې اسرائیل په دایمي توګه اوربند کیدو باندې نه راضي کیږي.
د اسرائیل دې جګپوړي نظامي چارواکي دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړلې چې په غزې کې د حماس نظامي څانګې د اسرائیل یوې برمته شوې سرتیرې ویډیو خپره کړله.
په ویډیو کې دا ۱۹ کلنه سرتیرې د اسرائیل له حکومت څخه د هغې د خوشې کیدو غوښتنه کوې. معلومه نده چې دا ویډیو څه وخت او چیرته ثبت شوې؛ د فرانس پریس خبري اژانس هم د ویډیو ریښتینولي تائید نشوی کړی.
په قطر کې د خبرو بیا پیل کیدو سربیره په غزې کې د اسرائیل په تازه بمباریو کې لسګونه تنه وژل شویدي.
د غزې د دفاع مدني سازمان د شنبې په ورځ وویل چې د فلسطین پر خاورې د اسرائيل په بریدونو کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو په اساس لومړی هوایي برید سهار مهال په غزه ښار کې د الغول پر کورنۍ شوی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې اوه یې ماشومان دي.
د غزې د دفاع مدني سازمان ویاند محمود بصال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "دا کور چې پکې زیات شمېر بېځایه شویو کسانو ته ځای ورکړل شوی و په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. " د هغه په وینا لا هم یو شمیر کسان د دې دوه پوړیزې ودانۍ لاندې دي.
محمود بصال دغه راز وویل چې اسرائيل د امبولانس پر کارکوونکو باندې هم د ډرون برید کړی دی. د اسرائیل پوځ سمدستي د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه