د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سوریې باندې پر پوځي برید غور کوي


د راپورونو له مخې د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو په برید کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي.
د راپورونو له مخې د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو په برید کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له ۲۴ تر ۴۸ پورې راتلونکو ساعتونو کې به د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په عکس‌العمل کې مهمه پرېکړې وکړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ له پوځي سلاکارانو سره د کتنې پر مهال وویل چې "د دې عمل ځواب به ورکوو او په پوره ځواک به یې ورکوو."

ټرمپ زیاته کړه چې متحده ایالات دې ډول بې رحمیو ته اجازه نه شي ورکولای او ډاډ یې ورکړ چې د هغو مخنیوی به وکړي.

ټرمپ وویل، امریکا څو ډوله اقدامات کولای شي او په اړه به یې خلکو ته ډېر ژر معلومات ورکړي.

ولسمشر ترمپ په دې برید کې ایران او روسیه گرم بللي دي خو روسیه دغه تورنه رد کړي او ځوابي خبرداری یې ورکړی چې په سوریه کې هر راز پوځي اقدام به ناوړه پایلې ولري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون د دې سازمان امنیت شورا ته وویل امریکا به د دې شورا پریکړې ته انتظار ونکړي او په پوځي اقدام به لاس پورې کړي.

د امریکا د دفاع وزیر جېم مټېس د دوشنبې په ورځ وویل، امریکا به د سوریې په دوما ښارگوټي کې د کیمیاوي وسلو د برید په غبرگون کې چې لږ تر لږه ٦٠ کسان پکې ووژل شو د سوریې پر حکومتي ځواکونو د هوايي برید احتمال نه ردوي.

د روسیې غبرگون

سوریې، او ملاتړو یې ایران او روسیې په دوما کې د کیمیاوي برید راپورونه رد کړي او دا یې له ځانه جوړ شوي بللي دي. روسیه ادعا کوي چې سیمه کې میشت کارپوهان یې د کیمیاوي وسلو هیڅ ډول نښې نښاني ندي موندلي.

روسیه د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو په اړه له ملگرو ملتونو څخه د ځانگړي پلتنې غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن خبریالانو ته وویل "که چېرې د امنیت د نشتون په پلمه د روسیې ضد اهداف پوره کوئ او متخصصین نه لیږي بیا نو دا واضح ده چې هغوی د حقیقت په لټه کې ندي."

په ورته وخت کې ښاغلي ټرمپ پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په تیلفوني خبرو کې په سوریې کې د امریکا د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د مکرون دفتر وايي چې دواړو مشرانو د دې حملې په وړاندې پر قاطع ځواب موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG