د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ او ایمانویل مکرون پر ایران هم خبرې وکړلې


ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ولسمشر ایمانویل مکرون نن د سپینی ماڼۍ په جنوبی چمن کې ددولتی مراسمو په ترڅ کې ولاړ دي او خبرې کوی. سپینه ماڼۍ – واشنگټن ډي سي، داپریل ٢۴ مه، ٢٩١٨ کال
ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ولسمشر ایمانویل مکرون نن د سپینی ماڼۍ په جنوبی چمن کې ددولتی مراسمو په ترڅ کې ولاړ دي او خبرې کوی. سپینه ماڼۍ – واشنگټن ډي سي، داپریل ٢۴ مه، ٢٩١٨ کال

ولسمشر ټرمپ په خپل کنفرانس کې وویل دواړومشرانو پر امنیت، سوداګرۍ او نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړلې. ایمانویل مکرون په خپلو خبرو کې له امریکا سره په گډ کار ټینگار وکړ.

د فرانسی جمهوررئیس ایمانویل مکرون ددرې ورځني سفر لپاره متحدو ایالاتو ته راغلی دی. د نوموړي په پلان کې یوه خبره داهم وه چې ولسمشرټرمپ دیته وهڅوي چی دایران سره ا ټومی معاملی ته متعهد پاتی شی. مکرون وویل دادده لپاره ستر ویاړدی.

د فرانسی ولسمشرایمانویل مکرون مخکې وویل: په دې سفر کې به موږ دواړه دا فرصتونه ولرو چی په ډیرو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړو او پرامنیت بحث وکړو. پرتجارت او څو ملیتي مسایلو چی زموږ د هېوادونو لپاره ډیراهمیت او زموږ ددووهېوادونو نه وراخوادي هم خبرې وکړو.

د ټرمپ او مکرون ملاقات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

ددې تمه کېږي چې د فرانسې ولسمشر مکرون به هڅه وکړي چی ولسمشر ټرمپ په دې قانع کړي امریکا د شپږو هېوادونو له هغه اټومي تړون نه ونه وزي چې له ایران سره ېې کړی دی. ځکه دی په دې عقېده دی چې که څه هم دایران سره تړون نیمگړتیاوې لري، خو تردې بیاهم ښه دی چی هېڅ تړون نه وي.

ایمانویل مکرون په یوه مرکه کې وویل چی که په دې پلان غور وکړو، نو دا د شمالی کوریا له حالت نه غوره دی.

خو داچې ولسمشر ټرمپ به ورسره موافقه وکړي او که نه دابه په څوورځو کې معلومه شي، ځکه د می دولسمه رارسیدونکې ده.

رپوټ وايي ولسمشر ټرمپ له مکرون سره په خپله ملگرتیا ډیر ویاړکوي. او هغه ته ېې بلنه ورکړله چې دده د دورې اولنی رسمی میلمه شی.

له بل پلوه، دایران ولسمشر حسن روحانی دامریکا ولسسمشر ډانلډ ټرمپ ته د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هغه تړون ته متعهد پاتي شي چی په ٢٠١٥ کال کې ېې له ایران سره لاسلیک کړ.

دایران ولسمشر حسن روحاني وویل که چېرې څوک وغواړي چې له دې تړون سره خیانت وکړي نو هغوی دې په دې پوه شي چی له وخیمو عواقبو سره به مخامخ شي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړی که چېرې اوروپايی هېوادونه ددې معاهده کې په هغه څه کې اصلاحات رانه ولي چی دی ورته سترې نیمگړتیاوې وايی ، نو دی به دامریکا اقتصادي بندیزونه پر ا یران بیرته ولگوي.

مبصرین وايي که که داکار وشی نودابهد ایران سره ټومي تړون ته یوه ستره ضربه وي.

پردې سر بیره ایران دا خبرداری ورکړکه چېرې له دې تړون نه سرغړونه وشي نو ایران به بیرته خپل اټومي فعالیتونه له سره پیل کاندی.

په همدې ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددوشنبی په ورځپه نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شوری په څیړنیز مرکزکې وویل چی ایران به له متحدو ایالاتو سره خبرې پیل کړي خو که ددې هیله وايی چی هغه کامیابیدلی شي. خو هغه وویل چی د اوسنۍ ادارې د خبرو له لحن، او ژبی سره داکار ممکن ندی.

هغه د کیمیاوی وسلو کارونه محکومه کړله اووې ویل چی ایران په مداوم ډول د ترهگری خلاف مبارزه کړیده.

رپوټ وايی چی ایمانویل مکرون به په د چارشنبی په ورځ پاریس ته له تللو نه مخکې کانگرسر ته په انگریزي ژبه وینا وکړی.

د جرمني صدراعظمه انگېلا مرکل هم په دې اونۍ کې واشنگټن ته راځی هغه به هم هڅه وکړي چې ولسمشر ټرمپ دیته وهڅوي چی دې تړون ته متعهد پاتی شي.

XS
SM
MD
LG