د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مودي مې ښه ملګری دی، خو هند به د امریکا له لوړو تعرفو څخه بچ نه شي


ټرمپ مود خپل ښه ملګری وباله.
ټرمپ مود خپل ښه ملګری وباله.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام فبروري ۱۳ (سلواغه۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي‌ ته ښه راغلاست ووایه او هغه یې خپل «عالي ملګری» وباله.

ټرمپ په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې واشنګټن به له نوي ډهلي سره د تجارتي تعرفو اندازه برابروي. هغه مخکې د مسخرې په ډول هند «د تعرفې پاچا» بللی و او د نوي‌ ډهلي له لوري لګول شوې تعرفې یې «ډېرې ناعادلانه او سختې» یادې کړې وې.

ټرمپ له مودي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «هرڅومره (تجارتي تعرفې) چې هند لګوي، موږ یې هم لګوو. څرګند یې وایم، موږ ته دا نور دومره مهم نه دی،‌ چې هغوی څومره (تعرفه) وضع کوي.» خو نوموړي وویل چې متحده ایالتونه به له هند سره خپل تجارتي کسر ختم کړي‌.

د امریکا ولسمشر وړاندیز وکړ، چې دا کار به هند ته د متحدو ایالتونو د انرژۍ د صادراتو په زیاتېدو سره وشي او ژمنه یې وکړه چې په اقتصادي روابطو کې به «عدالت او متقابل عمل» بېرته راګرځوي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د هند له صدراعظم سره د لویو تجارتي تړونونو په اړه ګډ کار کوي، چې د همدې کال په وروستیو کې به بشپړ شي.

متحده ایالتونه او هند د هند په ګټه ۵۰ میلیارد ډالر تجارتي کسر لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۳ کال کې د توکو او خدماتو راکړه ورکړه شاوخوا ۱۹۰.۱ میلیارد ډالر و. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هند ته د متحدو ایالتونو صادرات ۷۰ میلیارد ډالر او واردات یې ۱۲۰ میلیارد ډالر وو.

په تجارتي مسائیلو باندې د خبرو تر څنګ، ولسمشر ټرمپ د هند له لوري د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د یو طراح طهور حسین رانا استرداد هم وستایه. رانا په ۲۰۱۱ کال کې په یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې باندې د برید د طرحې په تور په امریکا کې محکوم شو. ټرمپ وویل چې «هغه به بېرته هند ته ځي چې ته د قانون منګولو ته وسپارل شي... موږ به یې سمدستي‌ هند ته وسپاره» او دا ډول استردادونه به روان وي.

د هند صدراعظم ټرمپ وستایه او ویې ویل چې له هغه څخه یې ډېر څه زده کړي او زیاته یې کړه چې «هند به بیا خپل تېر عظمت ته ستنوو» شعار یې، د ټرمپ له هغه شعار څخه اخیستی، چې وايي: «امریکا به یو ځل بیا خپل عظمت ته رسوو.»

د امریکا ولسمشر همدغه راز زیاته کړه، چې واشنګټن به په نوي ډهلي باندې د پوځي‌ وسائیلو خرڅول «میلیونونه ډالرو» ته زیاتوي او په دې سره به «لاره پرانیستل شي،‌ چې هند ته اف-۳۵جنګي الوتکې ورکړل» شي، دا الوتکې دا ظرفیت لري چې له رادار څخه هم وتښتي، هند له ډېر پخوا څخه دا الوتکې غواړي.

سپینې ماڼۍ ته د مودي‌ تر تګ مخکې، ولسمشر ټرمپ د تعرفو د لوړولو یو فرمان لاسلیک کړ. له دې وروسته به امریکا په توکو باندې هماغومره تعرفه وضع کوي،‌ چې نور هېوادونه یې لګوي.

هند لا د ټرمپ‌ د تجارتي تعرفو له کبله زیانمن شوی نه دی او متحدو ایالتونو ته د فولادو او المونیمو په وارداتو یې ۲۵ فیصده تعرفه په هند باندې ډېر تاثیر نه لري، ځکه چې هند امریکا ته کم فولادو انتقالوي.

مودي هڅه کوله چې د امریکا او په عمومي ډول د لویدیځ له لورې د نورې تعرفې د زیاتولو مخه ونیسي او روابط ښه کړي، هند په اوکراین باندې د روسیې د برید د نه غندلو له کبله له دې ستونزې سره مخامخ شوی.

مودي وویل: «نړۍ به فکر کوي،‌ چې په دې ټولې پروسې کې به هند په یو ډول نه یو ډول بې طرفه هېواد وي، خو دا رښتیا نه دي، هند طرف دی او طرف یې سوله ده.» مودي په خپلو خبرو کې ولسمشر ټرمپ وستایه، چې د چهارشنبې په ورځ یې د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره یې په تیلیفون کې خبرې کړي‌دي.

سپینې ماڼۍ ته د مودي تر راتګ مخکې نوي ډهلي ویلي وو چې غواړي له متحدو ایالتونو څخه نور تیل وپیري او پرې تعرفه کمه کړي. په دې کې د هارلي ډیویډسن په موټرسایکلونو باندې د تعرفې کمول هم شامل دي، چې له ۵۰ فیصدو څخه ۴۰فیصدو ته راښکته شوې. هند همدغه راز په ۲۰۲۳ کال کې د متحدو ایالتونو د بادامو، مڼو، نخودو، دال او چارمغزو باندې تعرفې کمې کړې.

د هند صدراعظم د نړۍ څلورم مشر دی، چې د جنورۍ په شلمه نېټه د ولسمشر ټرمپ له لوړې ورسته متحدو ایالتونو ته سفر کوي. تر مودي مخکې د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو، د جاپان صدراعظم اشیبا او د اردن باچا دویم عبدالله راغلي‌وو.

نریندار مودي له ټرمپ سره تر ملاقات مخکې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا د مشاور مایک والتز او د ټرمپ د حکومت له یو لوړي پوړي غړي، میلیاردر ایلان ماسک سره هم ولیدل.

مودي داسې مهال واشنګټن ته سفر کوي، چې د ټرمپ حکومت د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په لومړیو ورځو کې ۱۰۴ هندیان، چې امریکا کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، بېرته خپل هېواد ته واستول او هند قبول کړل.

د پیو د تحقیقاتي مرکزو د معلوماتو په اساس، دا مهال په متحدو ایالتونوکې تر مکسیکو او السلوادور وروسته، له قانوني‌ اسنادو پرته ډېر کډوال هندیان دي، چې شمېر یې شاوخوا ۷۲۵۰۰۰ ته رسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG