د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د دریم ځل لپاره محکمې ته حاضر شو او وویل چې بیګناه دی


ټرمپ محکمې ته له حاضریدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
ټرمپ محکمې ته له حاضریدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د پایلو د بدلولو د هڅې په تور د واشنګټن ډي سي یوې فدرالي محکمه ته حاضر شو.

دا تور د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د تحقیقاتو برخه ده چې تمرکز یې د ښاغلي ټرمپ په هغو هڅو دی چې غوښتل یې د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو نتیجه بدله کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ډونالډ ټرمپ محاکمه د واشنګټن ډي سي پر وخت د مازدیګر د څلور بجو وروسته پداسې حال کې پیل شوه چې په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

یو شمیر خلک په واشنګټن ډي سي کې د محکمې مخ ته راټول شوي
یو شمیر خلک په واشنګټن ډي سي کې د محکمې مخ ته راټول شوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د محکمې د قاضي ماکسیلا اوپادیا په وړاندې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو د هڅې د تور په اړه په څلورو جرمي فقرو کې خپل بیګناه والی څرګند کړ.

د تورونو له لوستلو وروسته، قاضي ډونالډ ټرمپ ته وویل چې که هغه مجرم ثابت شي، نو هغه به په ټولودغو څلورو قضیو کې په ۵۵ کاله بند محکوم شي.

د محکمې د پریکړې له مخې راتلونکې استماعیه غونډه به د اګست په ۲۸مه وشي. خو قاضي وویل چې ټرمپ کولای شي په راتلونکې استماعیه پخپله کډون ونکړي.

د اګست ۲۸ مه د ولسمشرۍ لپاره د ګوند د کاندید د ټاکلو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند له کنوانسیون څخه پنځه ورځې مخکې ده او ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له مخکښو کاندیدانو څخه دی، تر اوسه نه دي ویلي چې په راتلونکې استماعیه غونډه کې به ګډون وکړي او که نه.

د امریکا پخواني ولسمشر د محکمې د بهیر له پای ته رسیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې "دا د امریکا لپاره یوه غمجنه ورځ ده."

هغه د نیوجرسي ایالت ته له ستنیدو مخکې زیاته کړه: "دا د یو سیاسي مخالف ځورول او اذیت دی. دا باید په امریکا کې هیڅکله پیښ نه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG