د لاس رسي وړ اتصالات

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې تورن شو


د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ
د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰) د عدلیې وزارت په تحقیقاتو کې پدې تورن شو چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې بدلولو هڅه یې کړې وه.

پداسې حال چې ښاغلي ټرمپ ځان د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړی، خو دا د هغه لپاره تر ټولو جدي حقوقي ګواښ دی.

د متحده ایالاتو سره ټګي کول او د شاهدانو په چارو کې لاسوهنه نور هغه تورونه دی چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې تر دې دمه د جمهوري غوښتونکو تر ټولو پدې مخکښ کاندید، ډونالډ ټرمپ لګیدلي دي.

د رسمي تورونو په سند کې چې ۴۵ پاڼې لري او د عدلیې وزارت لخوا د ځانګړي مفتش جیک سمیت لخوا ترتیب شوي ویل شوي چې په ټرمپ درې د دسیسې جوړولو او یو د خڼد پیدا کولو تورونه دي.

دا دریمه جنایي قضیه ده چې د ټرمپ پر ضد پداسې حال کې رامخته کیږي چې هغه په فعاله توګه انتخاباتي غونډې کوي او غواړي بیرته سپینې ماڼۍ ته راشي.

د محکمي د اسنادو له مخې فدرالي څارنوالانو ویلي چې ټرمپ د داسې دسیسو له مخې " په واک کې د پاتې کیدو هوډ درلود" چې د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت بنسټیزه دنده پکې په نښه شوې وه: د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې راټولولو، شمیرلو او تائیدولو ملي پروسه".

سره لدې چې ټاکل شوې مخکنی جمهور رئیس د را راونې پنجشنبې په ورځ اګست ۳ په محکمې کې حاضر شي خو د هغه انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې د عدلیې وزارت دا تحقیقات غندلي دي.

په اعلامیې کې دې تحقیقاتو ته په اشارې ویل شوي چې د "بایډن د جنایي کورنۍ او عدلیې وزارت لخوا چې د وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کیږي، د ۲۰۲۳ جمهوري ریاست انتخاباتو کې د لاس وهنې یو بل مفسد باب دی".

د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوي ځانګړي مفتش د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې وروسته د دوو میاشتو په پیښو تمرکز کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات پای ته رسیدلي و خو ټرمپ خپله ماته نه منله او او دا غلط معلومات یې خپرول چې په انتخاباتو کې ټګي شوې.

په همدې ګډوډیو کې د ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۱ کال جنوري د میاشتې په ۶مې پداسې حال کې د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ ، پولیس یې ووهل او د انتخاباتو بهیر یې ګډوډ کړ چې د کانګرس غړیو د جمهور ئیس د مرستیال مایک پنس په حضور کې د رایو نتیجه تائیدوله.

د ټرمپ داسې مهال په کانګرس په ماڼۍ برید وکړ چې د کانګرس غړیو د رایو نتیجه تائیدوله.
د ټرمپ داسې مهال په کانګرس په ماڼۍ برید وکړ چې د کانګرس غړیو د رایو نتیجه تائیدوله.

د کانګرس په ماڼۍ کې د بلوا څخه وړاندې ډونالډ ټرمپ په ځینو ایالتونو کې د انتخاباتي ادارو د چارواکو څخه غوښتي و چې د رایو نتیجه باطله کړي، په مایک پنس یې فشار راوړی و چې د انتخاباتي کالج رایې دې نه تائیدوي او په پرله پسې یې په ناسمه توګه ادعا کوله چې انتخاباتو کې ټګي شوې.

د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو په هکله د پلټنو مشري د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوي ځانګړي مفتش جیک سمیت او ټیم یې کوله. پدې تحقیقاتو کې فدرالي څارنوالانو د مایک پنس او د سپینې ماڼۍ د جګپوړو وکیلانو په ګډون د ټرمپ د ادارې د جګپوړو چارواکو څخه د منصفه هیت په مخکې پوښتنې کړیدي.

څارنوالانو همدارنګه د جورجیا، ویسکانسن، مشیګن او ځینو نورو ایالتونو کې د انتخاباتي ادارو د مسؤلینو سره مرکې کړي چې ټرمپ او ملګرو یې پرې د انتخاباتو نتیجې بدلولو لپاره فشارونه راوړي و.

د عدلیې وزارت تحقیقاتو په انتخاباتو کې د لاس وهنې په برخې کې د ټرمپ د وکیلانو په نقش هم تمرکز کړی.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی او غواړي بیرته سپنې ماڼۍ ته راشي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی او غواړي بیرته سپنې ماڼۍ ته راشي.

د انتخاباتو څخه وروسته د بسپنې راټولولو یو کمپاین او د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې یوه ګډه وډه غونډه هم څیړل شوي چې د ټرمپ سلاکارانو پدې خبرې کړې وې آیا امکان لري چې د رایې اچولو ماشینونه تر لاسه شي او د جعلي رای ورکوونکو لیست جوړ او ملي آرشیف او کانګرس ته وسپارل شي چې په ناسمه توګه پکې ادعا وشي چې انتخابات جو بایډن نه بلکې ټرمپ ګټلي دي.

که له یوې خوا په ټرمپ دا ډول تورونه او حقوقي قضیې انباریږي، له بلې خوا هغه په انتخاباتي غونډو کې د همدې تورونو څخه سیاسي ګټه اخلي او خپلو پلویانو ته پرته لدې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، وایي چې د دموکرات ګوند څارنوالان پدې ډول کړنو سره کوښښ کوي د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزه زیانمنه کړي.

دې تورونو همدارنګه د ټرمپ پلویان هڅولي چې د انتخاباتي مبارزې لپاره یې میلونونه ډالر راټول کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG