د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د ژمنې سره سم یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې د ګمرکي تعرفو لګول پیل کړل.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د نوي اجرائیوي فرمان له مخې به د کاناډا او مکسیکو په وارداتو ۲۵ او د چین په هغو به بیا لس په ۱۰۰ کې ګمرکي تعرفې ولګول شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت په خبري کنفرانس کې وویل چې په کاناډا او مکسیکو دا ګمرکي تعرفې ځکه لګول کیږي چې له همدې هیوادونو څخه "په بې ساري ډول په غیر قانوني توګه فینټنایل راځي چې امریکایي اتباع وژني".
میرمن لیویت په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د دې ګمرکي تعرفو څخه به دا هیوادونه مستثنی نه شي او زیاته یې کړه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دې اقدام سره خپله ژمنه پوره کړه.
ډونالډ ټرمپ تیره ورځ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې د ګمرکي تعرفو لګول اقتصادي هدف لري او دا یې هم وویل چې دا تعرفې یې د مذاکرې د وسیلې په توګه نه دي لګولي.
ټرمپ وویل، "مونږ دې درې واړو هیوادونو سره ستر (سوداګریز) کسر لرو. مونږ د کوم امتیاز په لټه کې نه یو او وبه وینو چې څه پیښیږي".
د امریکا مشر تر دې وړاندې د کاناډا د خامو تیلو په وارداتو د ۱۰ او نورو موادو د ۲۵ په ۱۰۰ کې ګمرکي تعرفو لګولو ژمنه کړې وه.
ډونالډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې د چین ، کاناډا او مکسیکو تر څنګ به د اروپایي اتحادیې په اموالو هم "بې له شکه" ګمرکي تعرفې ولګوي او پرته له دې چې نور جزیات ورکړي وویل چې دا هیوادونه د متحده ایالاتو سره "ناوړه رویه" کوي.
سره له دې چې چین تر اوسه د ډونالډ ټرمپ حکومت لخوا د دې اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو چې د کار موده یې مخ په خلاصیدو ده، ویلي چې هیواد به یې ځوابي اقدام وکړي.
ښاغلي ټروډو په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "مونږ سخت زیار باسو چې ددې تعرفو مخه ونیسو خو که متحده ایالات یې وکړي، کاناډا چمتو ده چې ټینګ او سمدستي ځواب ورکړي".
اخوا بیا د مکسیکو د اقتصاد وزارت د ټرمپ اقدام په غبرګون کې لیکلي چې متحده ایالات او مکسیکو "شریکان دي، سیالان نه دي".
متحده ایالاتو ته له دریو څخه یوه برخه واردات له همدې دریو واړو هیوادونو څخه راځي او یو شمیر اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی چې دا ګمرکي تعرفې ښایي د ګټې پر ځای تاوان ولري.
فورم \ دبحث خونه