د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د عرب-اسرائیل د موافقو لپاره لوړپوړو چارواکو ته مډالونه ورکړل


په سپینه ماڼۍ کې د ابراهیم د موافقو د لاس لیک کولو مراسم
په سپینه ماڼۍ کې د ابراهیم د موافقو د لاس لیک کولو مراسم

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خپلو څو تنو لوړپوړو سلاکارانو ته د اسرائیل او څلورو عربي هیوادونو ترمنځ د اړیکو په عادي کولو کې د مرستې په خاطر د امریکا د ملي امنیت مډالونه ورکړل.

ښاغلي ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي امنیت دغه مډالونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د مالیې وزیر ستیوین منوچن، د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین، لوړپوړي سلاکار جېرلډ کوشنر، د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي اوي برکوویتس، اسرائیل ته د امریکا سفیر ډیوید فریډمن او په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر، جان رکولتا ته ورکړل.

د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي: «ددغو کسانو د هڅو نه منندوی یو، سیمه به هیڅکله د پخوا په شان نه وي ځکه چې بالاخره د پخوانیو شخړو نه اخوا حرکت کوي.»

په تیرو څلورو میاشتو کې د سپینې ماڼۍ په منځګړیتوب د ابراهیم د موافقو په اساس اسرائیل د متحده عربي اماراتو، بحرین، سودان او مراکش سرهاړیکې عادي کړې ديدي.

لوړپوړي امریکایي چارواکي هیله من دي چې د ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې تر پای ته رسیدو دمخه د جنورۍ تر شلمې پورې د یو بل هیواد سره هم د اسرائیل د اړیکو د عادي کیدو موافقه ترلاسه شي.

دا پداسې حال کې دي چې د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر اوفر اکونیس د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۳ (مرغومي ۳) وویل چې سپینه ماڼۍ به ډیر ژر د یو بل اسلامي هیواد سره د اسرائیل د اړیکو عادي کیدل اعلان کړي، خو ددغه هیواد د نوم له ذکر کولو نه یې ډډه وکړه.

د ښاغلي اکونیس په وینا تر اوسه دوو نورو هیوادونو اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته تیاری ښودلی دی. دغه اسرائیلي مقام ددغو دوو هیوادونو د نوم له اخیستلو څخه هم ډډه وکړه، خو دومره یې وویل چې ددغو هیوادونو څخه یو یې د خلیج په حوزه کې دی.

فلسطینیان اندیښنه لري چې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو دوام د فلسطیني اشغال شویو ځمکو څخه د اسرائیل د وتلو او د یو خپلواک فلسطیني دولت د منلو لپاره ددې هیواد اوږدمهاله دریځ کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG