د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ټرمپ له افغاستان څخه د سرتېرو د وتلو امر نه دی کړی


د امریکا د ملي امنیت شورا وايي،ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو کوم فرمان نه دی ورکړی.

بلومبرګ «Bloombeer» رسنۍ پخپل راپور کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګاریټ مارکوېس «Garrtt Marquis»پرون جمعه د«مرغومې پر۷مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې: "ولسمشر تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې په افغانستان کې د مېشت امریکايي ځواکونو د وتلو امر ورکړي."

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ رویټرز آژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي مقام له قوله راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي سرتېرو پر ایستلو باندې غور کوي چې له سختو انتقادونو سره مخ شو.

ټرمپ د افغانستان نه د زیاتو عسکرو په را ایستلو غور کوي

ارګ: د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیتي برخې تاثیر ونه‌کړي

د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د افغانستان جمهوري ریاست وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به پر امنیتي برخې کوم تاثیر ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده د «مرغومې پر ۳مه» د امریکا د ټولو قواو لوی درستیز جوزیف ډانفورډ هم په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پرمهال ویلي و چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.

جوزیف ډانفورډ
جوزیف ډانفورډ

هغه ویلي:"مختلفې مختلفې اوازې شااوخوا خپرېږي، ستاسو نننی ماموریت هغه ماموریت دی چې تاسو پرون لاره."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم تېره اونۍ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG