د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مقابل لوري سره د افغان جګړې ختمولو لپاره د یو ښه توافق په لټه کې یو


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره له طالبانو سره د امریکا د سولې پروګرام په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته چې د جمعې په ورځ تر سره شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌مخې د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولتون، د دفاع وزیر مارک اسپر، د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ او د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزا هم ګډون کړی و.

د اسوښېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې د سپینې ماڼۍ ویاند هوګان ګیدلي ویلي:"غونډه ډېره ښه مخته ولاړه خبرې د ترسره کېدو په حال کې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست پر ۱۲مه»له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو وویل، چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

د جمعې په ورځ د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته نن شنبه د «اګست پر ۱۷مه»ولسمشر ټرمپ هم وویل، چې د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه لرل.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي"په افغانستان کې له مخالفینو سره د ۱۹کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امکان په صورت کې د یو ښه توافق په لټه کي یو."

پر همدې مهال بیا د امریکا د سنا غړي سناتور لندسي ګراهام ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هر ډول توافق باید له کانګرس او امریکا له خلکو سره شریک شي.

نوموړي له ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې له احتیاط څخه کار واخلي او داسې پرېکړه ونه کړي چې د سخت دریزو ډلو د ودې لامل شي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"هیله مند یم ولسمشر او کاري ډله یې د اسلام پاله سخت دریځو ډلو د ګواښ په اړه چې فکر کېږي د سپټمبر د یوولسمې پېښه له افغانستان څخه پلان شوې وه سمه پرېکړه وکړي."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د سناتور ګراهام اندېښنې ته په ځواب کې ویلي، چې له افغان دولت سره د نژدې همکاریو په دوام، د داسې یو هر اړخیز توافق په لټه کې دي چې تاوتریخوالی ورسره کم شي اوربند رامنځته او دا ډاډ حاصل شي چې افغان خاوره نور د امریکا او متحدینو پر ضد یې نه کارول کېږي.

هغه ویلي:"افغانان په ګډه سولې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي."

امریکايي چارواکو ویلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره به له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې له طالبانو سره د امریکا نهم پړاو خبرې به کله پیل شي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴زره سرتېري لري چې د ماموریت عمده برخه یې افغان سرتېرو ته سلا مشورې او روزنه ورکول دي.

افغان حکومت که څه هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانان په مشرۍ د سولې پر خبرو په ټینګار سره ویلي، چې بهرنیان د افغانانو پر ملي مسایلو فیصلې نشي کولای.

XS
SM
MD
LG