د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوی دی


ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په مناسبت پیغام ورکوي
ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په مناسبت پیغام ورکوي

دنوبل دسولې جایزه هرکال یوه تن یا یو څو تنو ته ورکول کېږی چی د ملتونو ترمنځ ېې د سولی او دوستۍ لپاره ډیره غوره کارونه کړي وي. په ١٩٠١ کال کې ټولنیز فعال مارتین لوتر کنگ جونیر اوبیا ورپسې نیلسن منډیلا ته ورکړل شوله.

دمتحدو ایالاتود استازیو دخونې یوشمیر جمهوری غوستونکیو ولسمشر ډانلډ ټر مپ د ٢٠١٩ کال د نوبل د سولې جاېزې لپاره نومولی دی.

هغوی وايي ولسمشر ټرمپ د کوریا په ټاپو وز مه کې د سولی د راوستلو هڅې کوي. خو دهغه نقادان بل څه وايي.

دولسمشر ډانلډ ټرمپ پلویانو په غونډه کې نارې وهلی چې نوبل ، نوبل ، نوبل او ښاغلي ټرمپ ورته وویل:دنوبل جایزه دا ډیره ښه خبره ده. خو زه غواړم یوازې دا وظیفه ترسره شي.

د ښاغلي ټرمپ پلویان وايي نوموړی د کوریا په ټاپو وزمه کې د سولی لپاره هڅې کوي. د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جې ان هم ددې نظر ملاتړ کوي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: دنوبل د سولی جایزه؟ زه فکر کوم دا د جمهوررئیس مون جې ان مهربانی ده چې دایادونه ېې کړېده. زه غواړم سوله منځته راولم. مهمه خبره داده چې موږ سوله غواړو.

خو د ولسمشر ټرمپ نقادان وايي چې دی د پوځ په لگښتاو دامریکا په اټومی وسلو کې د زیاتوالی لپاره غږ کوي. نو دا امکان له منځه نه ځي چې هغه به د شمالی کوریا خلاف له قوت نه کار وانخلي.

مگر دهغه پلویان وايی چې د نوبل د جایزې کمېټهد سولی د هغهنوي امکان ارزونه کولی شي چې دهغه هڅو منځته راوستی دی.

د جنوبی کرولاینا جمهوري غوښتونکي سناتور لنډزي گرام په یو ټویټ کې په دې اړه ولیکل: که چېرې ولسمشر ټرمپ موږ د کوریا د جگړې د ختمولو په لورتر اویا کلونو روسته رهبري کولی شي او شمالی کوریا باندې د هغوی اټومی پروگرام ترک کولی شي، نو د نوبل د جایزې مستحق دی.

زیات شمیر خلک په دې کې ډیرشکمن دي چی دکوریا په ټاپو وزمه کې دې د ایمی سوله راشی؛ که څه هم دواړو خواو له یوبل سره ولیدل. هېڅ شي یقیني ندی او ښاغلي ټرمپ په خپله هم څو څو ځلې وویل چې که راتلونکې خبرې گټورې نه وې، نو دی به " په احترام له مجلس نه ووزي".

له بل پلوه، د نوبل کمېټې د بشپړې سولې دنه شتون په صورت کې هم پخوا جایزې ورکړېدي. د ویتنام جگړه لا پایته نه وه رسیدلی چې هینری کسینجر او لي دوک ته ېې د نوبل د سولی جایزې ورکړلې. یاسر عرفات، اسحق رابین ، شیمون پېریز ته ېې په منځنی ختیځ کې د سولی لپاره د هڅو کولو جایزې ورکړلې.

پردې سربیره، داضرورنده چې دنوبل جایزې ته دې خامخا یو سوله کوونکی ونومول شي.

په دې لېست کې هوان پیرون دارجنتین درې دورې ولسمشر چې مدنی ازادۍ ېې محدودې کړلې او د ایتالیا فاشېست مشر بونیتو موسولینی او د روسېې پخوانی ټولواک جوزیف ستالین چې تر سلو زرو نه زیات خپل هېواد وال ېې ووژل هم د نوبل د سولی جایزې ته کاندید شوي وو.

د ٢٠١٨ کال د سولی د جایزې گټونکي به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG