د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې غړیتوب ته خپله نومانده وټاکله 


ښاغلي ټرمب هیله لري چې سنا به ژر د هغې نوماندې ته د تائید رایه ورکړه
ښاغلي ټرمب هیله لري چې سنا به ژر د هغې نوماندې ته د تائید رایه ورکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ امي باریت د سترې محکمې د غړیتوب لپاره کاندیده کړه چې د سترې محکمې د لیبرالې غړې روت ګینزبرګ ځای ناستې شي.

ګینزبرګ څو ورځې مخکې مړه شوه.

ولسمشر ټرمپ غواړي چې د نومبر په درېیم تاریخ کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکې د سترې محکمې نهه غړي پوره شي.

خو د هغه سیاسي مخالفان غواړي چې له انتخاباتو وروسته ګټونکی ولسمشر باید د سترې محکمې دا تشه ډکه کړي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د مېرمن باریت نوماند کول اعلان کړل او هغه یې د امریکا د ولس یوه با استعداده حقوقپوهه یاده کړه.

ښاغلي‌ ټرمپ هیله وښوده چې میرمن باریت به ژر د تائید رایه واخلي. ولسمشر ټرمپ د امریکا د استازو او رسنیو څخه وغوښتل چې پر مېرمن باریت له شخصي او یو طرفه انتقادونو څخه ډډه وکړي.

هغه وویل چې د دموکرات استازو ته به ډېره ستونزمنه وي چې له امي باریت څخه سختې پوښتنې وکړي،‌ ځکه د هغه په باور میرمن باریت یوه رسېدلې او پوهه ښځه ده.

د امریکا غږ خبریالې ښاغلي‌ ټرمپ ته وویل چې ځینې نظر پوښتنې ښيي‌ چې اکثریت امریکایان او دموکرات استازي غواړي چې د انتخاباتو ګټونکی ولسمشر باید د سترې محکمې دا غړې وټاکي.

خو ولسمشر ټرمپ وویل: « زه فکر کوم هغوی امي نه پېژني. زه فکر کوم چې دا کار به تر انتخاباتو مخکې وشي.»

تر دې مخکې د ولسمشر د دفتر رئیس مارک میدوز خبریالانو ته ویلي وو: «د تائید رایه ورکولو د وخت په اړه به سناتوران په خپلو کې بحث کوي. زه فکر کوم چې هغوی به د دغې پروسې د پرمخ بیولو لپاره هڅه کوي او په دې اړه به ژر لاس په کار شي. د هغو سوابقو (تحصیلي اسنادو) په اساس چې ما لیدلي‌،‌ فکر کوم چې د نومبر تر لومړۍ نېټې مخکې به هغه د تائید رایه واخلي.» ‌

ولسمشر ټرمب په پنسلوانیا کې په یوې انتخاباتي غونډې کې خپلو پلویانو ته وویل: «باریت به تاسو ته د خدای له لوري د درکړل شویو حقونو دفاع وکړي.»

ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې د مخکنۍ غړې ګینزبرګ له مړینې وروسته اعلان وکړ چې ژر به د هغې ځای ناستې وټاکي.

ګینزبرګ چې لیبرال وه، د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.

که مېرمن باریت د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا څخه د تائید رایه واخلي، هغه به د سترې محکمې د نهو غړو په منځ کې تر ټولو ځوانه غړې وي. په سنا کې د جمهوریت غوښتونکیو ګوند اکثریت دی.

امې باریت ۴۸ کاله عمر لري او محافظه کاره ده.

XS
SM
MD
LG