د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د امریکا اټومي وسلې تر پخوا ډېرې غښتلې دي


کالیفورینا، می ٣، ٢٠١٧: د امریکا پوځ د مینټمین بین البراعظمي بالیستیک مزایل وازمایه. امریکا دا ډول ۴٥٠ مزایل لري.
کالیفورینا، می ٣، ٢٠١٧: د امریکا پوځ د مینټمین بین البراعظمي بالیستیک مزایل وازمایه. امریکا دا ډول ۴٥٠ مزایل لري.

د شمالي کوریا لخوا د گواښونو په ځواب کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي چې "د امریکا اټومي وسلې اوس دومره غښتلې دي چې پخوا هیڅکله نه دومره غښتلې نه وې"

ښاغلي ټرمپ نن سهار وختې ټویټ وکړ چې واک ته تر رسیدو وروسته یې لومړی کار "د اټومي وسلو د غښتلي کولو او مدرنه کولو امر کړی و".

د ولسمشر د ټویټ په دوهمه برخه کې راغلي دي "هیله من یم چې ددې وسلو د استعمالولو اړتیا به پیښه نه شي، خو داسې وخت به هیڅکله را نشي چې موږ د نړۍ تر ټولو ځواکمن هیواد و نه اوسو".

د شمالي کوریا گواښ

شمالي کوریا ویلي دې چې د متحده ایالتونو اړوند د گوام ټاپو یا جزیرې باندې د میزایلي بریدونو پلان ارزوي. د شمالي کوریا رسنیو د دې هېواد د پوځ له خولې رپوټ ورکړی چې دوی د خپل مشر کېم جون اون، له امر سره سم، هروخت د دې پلان عملي کولو ته آماده دي.

پیونگ یانگ دا خبرداری هغه وخت ورکړ چې جمهور رئیس ډونالډ ترمپ، پرون ویلي وو که چېرې شمالي کوریا له خپلو گواښونو ډډه ونکړي، نو له داسې قهر او غضب سره به مخامخ شي چې نړۍ یې تراوسه ساری نه وي لیدلی.

د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له گواښ یواځې څو ساعته وروسته، شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پوځ، د متحده ایالتونو اړوند د گوام ټاپو د ویشتلو پر پلان غور کوي.

د شمالي کوریا تلویزیون وویل "د شمالي کوریا پوځ اوس د گوام پر شاوخوا پر هغه عملیاتي پلان چې په کې د منځني او اوږد واټن ویشتونکي اوسانگ ١٢ بالستیک راکټ څخه کار اخیستل هم شامل دي، په دقت غور کوي. پدې پلان کې گڼ شمېر امریکایي پوځې اډو او د اندرسن د هغه هوایي اډې په نښه کول شامل دي چې د امریکا ستراتیژیک بم غورځونکي ورڅخه پخپل پروازونو سره شمالي کوریا گواښي."

د متحده ایالتونو جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ ویلي و، "شمالي کوریا به له داسې قهر او غضب او ځواک سره مخامخ شي چې نړۍ یې تراوسه ساری نه وي لیدلی."

ځینې څیړونکې په دې باور دي چې ټرمپ لکه چې په دې کار شمالي کوریا ته سره کرښه وکاږله.

د وډرو ویلسن تحقیقاتي مرکز غړی سکات سنایدر وایي چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له پروپاگند سره عادت ندی او دا کار خپله یوه ستونزه ده.

ښاغلی سنایدر زیاتوي "کله چې د شمالي کوریا پر وړاندې داسې گامونه اخیستل کیږي چې هغوی یې پارونکي وگڼي، نو شمالي کوریا معمولاً ډېر جالب ځواب ورکوي. خو دا دې معنا نه ورکوي چې هغوی به حتماً خپل گواښ عملي کوي. او کله چې موږ بیرته د گواښ ځواب په گواښ ورکوو، نو دا کار تشنج نور هم زیاتوي او د ناسمې محاسبې او غلط فهمۍ کچه نوره هم لوړه وي."

د گوام والي خپل اوسېدونکو ته اطمینان ورکړی چې دا مهال له کوم گواښ سره مخامخ ندي او زیاته کړی یې ده چې سپینې ماڼۍ هم د دې وچې د دفاع ژمنه کړې ده.

د گوام والي ایدي کلفو وایي"زه د داخلي امنیت او سمندري ځواکونو له جنرالانو او د متحده ایالتونو له مشرانو سره د دې ټاپو پر خوندیتوب کار کوم او غواړم د گوام خلکو ته ډاډ ورکړم چې زموږ ټاپو له هیڅ گواښ سره مخامخ نه دی."

د شمالي کوریا د تازه گواښ ترڅنگ، امریکایي رسنیو د دې هېواد د دفاعي او استخباراتي ادارو له قوله، پرون داسې رپوټونه ورکړل چې گواکي شمالي کوریا داسې اټومي کوپړۍ ته لاسرسی پیدا کړی چې کولی شي په هغه انټرکانتېننټل بالستیک میزایلونو کې ځای پرځای او ولیږدول شي چې پیونگ یانگ تیره میاشت وازمویل.

د گوام ټاپو

ګوام ټاپو کې ټول ١٦٣ زره نفوس لري او د امریکا مهمه نظامي اډه ده چې سمندري ځواک او د ساحلي ګارد یوه قطعه هم پکې ده. پدې کې ۶٫۰۰۰ امریکایي عسکر دي. پدې ټاپو کې د امریکا د تاډ په نوم د میزایلو ضد دافع هوا سیستم نصب دی. دا ټاپو په ۱۸۹۸ کال کې امریکا د اسپانیې نه ونیوه او په ۱۹۵۰ کې په رسمي توگه د امریکا ملکیت شوه.

په ارام سمندر کې د گوام ټاپو
په ارام سمندر کې د گوام ټاپو

ګوام ټاپو پدې هم ډیر مشهور دی چې د جاپان او جنوبي کوریا سیلانیان ډیر ورځي. د ګوام جزیره په دویمه نړیواله جګړه کې جاپاني عسکرو ونیوه او تقریبا دوه نیم کاله ورسره وه. خو په ۱۹۴۴ کال امریکا بیرته ونیوه.

XS
SM
MD
LG