د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د شمالي کوریا له گواښونو نه ډاریږو


د امنیت شورا نوی پریکړه لیک چې د امریکا او چین د همکارۍ په نتیجه کې تصویب شو د شمالي کوریا صادرات یې په نښه کړي
د امنیت شورا نوی پریکړه لیک چې د امریکا او چین د همکارۍ په نتیجه کې تصویب شو د شمالي کوریا صادرات یې په نښه کړي

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د شمالي کوریا د گواښونو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې امریکا د شمالي کوریا له گواښونو هیڅ ویره نه لري.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ری یانگ هو، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې پیونگ یانگ پرته د امریکا د متحده ایالاتو او هر هغه هیواد چې له هغه ورسره یوځای شي، د نورو هیوادونو پر وړاندې د اټومي وسلو د استعمال نیت نه لري.

میرمن هیلي په غبرگون کې ویلي دي چې "د بین القاروي څو نورو بالستیکي راکټونو شاهد باید واوسو چې په وړاندې یې اقدام وکړو؟"

د تیرې اونۍ د راکټي ازموینې وروسته چې متحده ایالاتو ته یو گواښ گڼل کیږي، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د پیونگ یانگ په اټومي او راکټي پروگرام باندې د نویو بندیزونو د لگولو پریکړه لیک د رائیو په اتفاق تصویب کړ چې روسیې او چین هم ورته منفي رایه ورکړه.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي دي چې د امنیت د شورا نوي بندیزونو شمالي کوریا ته اساسي ضربه ورکړې ده.

دغه پریکړه لیک چې د امریکا د متحده ایالاتو او چین د همکارۍ په نتیجه کې تصویب شو د شمالي کوریا صادرات یې په نښه کړي دي.

شمالي کوریا هر کال شاوخوا د دریو میلیاردو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، د اوسپنې لرونکې تیږې او نور لومړني مواد د چین په گډون څو محدودو هیوادونو ته صادروي چې د امنیت د شورا د نوي پریکړه لیک له مخې دغه بندیزونه کولای شي د پیونگ یانگ دغه صادرات تر یو میلیارد ډالرو پورې راټیټ کړي.

د اسوشیتید پرس اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شمالي کوریا د لمسونکو اقداماتو په غبرگون کې د نړیوالې ټولنې د پریکړه لیک د بشپړه او سمدستي پلي کول غوښتي دي، خو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن هڅه کوي د پیونگ یانگ سره د مذاکرې لاره پرانستې وساتي.

ښاغلي تیلرسن وایي که شمالي کوریا خپلې راکټي ازموینې د یوې اوږدې مودې لپاره ودروي، واشنگټن به هغه مذاکراتو ته د پیونگ یانگ د تیارۍ په توگه وگڼي.

XS
SM
MD
LG