د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: د اټمي وسلو کارول عادي خبره نده


د متحده ایالاتو ځیني دموکرات سناتوران غواړي د اتمي وسلو د استعمال په اړه د امریکا د جمهور رئیس د واک قانون بدل کړي.
د متحده ایالاتو ځیني دموکرات سناتوران غواړي د اتمي وسلو د استعمال په اړه د امریکا د جمهور رئیس د واک قانون بدل کړي.

د متحده ایالاتو د اتمي چارو یو جگپوړي قوماندان ویلي که چیرې جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په ناقانونه توګه د اتمي وسلې د کارولو امر وکړي، دی به یې په وړاندې مقاومت وکړي.

د امریکا د هوايي ځواک د ستراتیژیکې قوماندانۍ جنرال جان هیټن وایي، د اتومي وسلو د کارونې لپاره د ډیر دقت او هوښیارۍ نه کار اخلي او د دا ډول وسلې کارول دومره عادي خبره نده. جنرال هیتن زیاته کړه "زه فکر کوم ځیني خلک فکر کوي چې مونږ بې عقل یو. مونږ بې عقل نه یو. مونږ هم په دې اړه ډیر فکر کړی. کله چې یو کس داسې یو دروند مسولیت ولري نو حتماً ورباندې غور هم کوي."

جنرال هیتن چې د امریکا د اتمي وسلو د څارنې مسولیت لري د اتمي وسلې د استعمال د امر بهیر تشریح کړ او وې ویل چې د ستراتیژیکې قوماندانۍ د مشر په توگه جمهور رئیس ته سلامشورې ورکوي.

جنرال هیتن وایي که چیرې څوک یو غیرقانوني امر عملي کړي هغه د ټول عمر لپاره بندي کیږي.

د متحده ایالاتو ځیني دموکرات سناتوران اندیښنه لري او غواړي د اتمي وسلو د استعمال په اړه د امریکا د جمهور رئیس د واک قانون بدل کړي.

امریکایي سناتورانو له څلورو لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره د پنتاگون جگپوړو چارواکو کانگرس ته رابللي و او د جمهور رئیس د اتمي وسلو د واک په اړه یې پوښتنې کولې.

خو ځیني جمهوري غوښتونکي بیا په دې اړه ډیر اندیښمن ندي. جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو تیره اونۍ وویل "مونږ انتخابات لرو او کله چې رای اچونکي خپل د خوښې کس انتخابوي او هغه ته رایه ورکوي نو دا فکر کوي چې هغه کس ته د اتومي وسلو صلاحیتونه هم ورکوي."

د پنتاگون د پخوانيو جگپوړو چارواکو په وینا د امریکا جمهور رئیسان د ځوابي برید په توگه د اتمي وسلو د برید مطلق صلاحیت لري. خو د جگړې د مخه د دفاع لپاره د اتمي برید واک نلري.

د امریکا د جمهور رئیس د اتمي وسلو د استعمال د واک په اړه په داسې حال کې بحثونه تاوده شوي دي چې د څو اونیو راهیسې د جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون ترمنځ کلک لفظي بریدونه وشول او دواړو یو بل ته د اتومي وسلو ګواښونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG