د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا خپلو انتخاباتي ملاتړو ته مراجعه وکړه


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د اګست په ٣ د لویدیځې ویرجنیا ایالت د هنټنګټن په ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کوي
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د اګست په ٣ د لویدیځې ویرجنیا ایالت د هنټنګټن په ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کوي

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د لویدیځې ورجنیا په ایالات کې د خپلو اساسي پلویانو په یوه غونډه کې د روسیې د لاسوهنې موضوع یو ځل بیا یوه دسیسه وبلله.

ښاغلي ټرمپ دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د هغه د ټاکنیز کمپاین د ډلې او روسیې تر منځ د احتمالی جوړجاړي په اړه پلټنې زیاتیې شوي، د نظر پوښتنو له مخې یې ملاتړ کم شوی دی او په کانګرس کې یې اجنډاوې په ټپه ولاړې دي.

ښاغلی ټرمپ د خپلو پلویانو په منځ کې هڅه وکړه چې هغه تصور له منځه یوسي چې ګني د یوې ستونزمنې ادارې مشري کوي.

هغه له روسیې سره د اړیکو په اړه په روانو پلټنو سخت انتقاد وکړ او دا یې بشپړ "دروغ" وبلل.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل "مونږ د روسیې په وجه نه بلکه ستاسو په وجه وګټله. هغوی هڅه کوی چې له یوې دروغجنې قصې سره د خپل مشر په اړه تاسو تیرباسي. دا زمونږ د ټولو، په تیره بیا زمونږ د هیواد او اساسي قانون ارزښت کموي."

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په داسې مهال وکړې چې ځانګړي منصفه هیئت د روسیې پر موضوع د شواهدو د ارزولو لپاره غونډه وکړه.

همداراز د کونینپیاک د پوهنتون د سروې پر اساس، د هغه ملاتړ ملاتړ ۳۳ سلنه ته راټیټ شوی دی.

د دغې سروې د ډلې یو غړي ټم ملای د سکایپ له لارې وویل چې جمهوري غوښتونکي د هغه پلوي کوي، خو د هغوی د ملاتړ فیصدي له ٩٠ نه تر ٧٠ فیصدو پورې راټیټه شوې ده.

د هغه په اند له دې څرگندیږي چې "هغه جمهوري غوښتونکی له لاسه ورکوي."

دغه واقعیت په کانګرس کې د ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو تر منځ وروسته له هغه ښه روښانه شوی دی چې د سنا مجلس د روغتیايي بیمې په اړه له ناکامۍ سره مخامخ شو.

د سنا جمهوري غوښتونکی غړي میچ مکانیل وویل چې په وار وار یې ولسمشر او نورو ته ویلي دي چې د سنا د داخلي طرزالعملونو د بدلولو لپاره د سنا په مجلس کې کافي رای نه لري.

جمهور رئیس ټرمپ د سنا او د استازو په مجلسونو کې د دواړو ګوندونو له ملاتړ نه وروسته د روسیې د بندیزونو لایحه لاسلیک کړه. هغه په یو ټویټ کې له روسیې سره د خرابو اړیکو پړه پر کانګرس واچوله.

خو جمهوري غوښتونکی سناتورباب کارکر وویل "مونږ دا کار د هیواد د ګټو په خاطر وکړ. پوتین ددغو بندیزونو مسئولیت لري چې د خپلو اعمالو له لارې یې دغه اړیکې یو داسې حالت ته ورسولې چې د ۱۹۹۱ راهیسې مونږ نه دي لیدلی."

د ښاغلي ټرمپ سرزوری طبیعت مخالفتونه را پاروي، خو پلویان یې همدغه طبعیت خوښوي.

XS
SM
MD
LG