د لاس رسي وړ اتصالات

د لوڅو فلمونو ستورې د ټرمپ په وکیل دعوی کړې


د امریکا د لوڅو فلمونو ستورې سټورمي ډینلیز د ټرمپ په وکیل له دی کبله دعوی کړیده چې هغه یې بدنامه کړیده.

د امریکا د لوڅو فلمونو ستورې ډینیلز د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وکیل مائکل کوهن دعوی کړیده چې هغه یې بدنامه کړیده.

د دغې وروستۍ پیښې سره د ولسمشر ټرمپ او د ډینیلز ترمنځ قانوني لانجه لا نوره پیچلې شویده. د امریکا د ولسمشر وکیل کوښښ کوي چې د دواړو ترمنځ دغه قانوني لانجه حل کړي.

ډینیلز دغه ادعا په سي بي ایس د یو مرکې نه وروسته کړیده. هغې په دغه خپرونه کې وویل چې گواښونه ورته شوي و چې غلې شي کنه د تشدد سره به مخ شي.

سپینې ماڼۍ د ډینیلز او د ټرمپ ترمنځ د جنسي اړیکو راپورونه رد کړیدي او وایي چې دا دروغ دي.

د سي بي ایس ټلویژن دغه خپرونه چې ډینیلز پکې د ټرمپ سره د خپلو جنسي اړیکو په هکله خبرې وکړی، د ٢١ ملیونو نه زیاتو کسانو ولیده.

د ولسمشر ټرمپ ویاند راج شاه یوې خبرې غونډې ته وویل چې ولسمشر د ډینیلز ادعاگانې ریښتیا نه گڼي چې بیگا شپه یې په مرکې کې کړیدي.

ډینیلز په ولسمشر ټرمپ تور لگولی چې د هغې سره یې په ٢٠٠٦ کال کې جنسي اړیکې لرلی. هغې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ وکیل نوي قصیه کړیده چې هغه یې بدنامه کړیده.

XS
SM
MD
LG