د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ به د شمالي کوریا او تجارت په اړه مهم بیان خپور کړي


د اسیان په سرمشریزه غونډه کې به د شمالي کوریا او د نړیوال سوداگرۍ په اړه خبرې وشي
د اسیان په سرمشریزه غونډه کې به د شمالي کوریا او د نړیوال سوداگرۍ په اړه خبرې وشي

د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې یا اسیان سرمشریزه غونډه د دوشنبې په ورځ (نوامبر دیارلسم) د فلېپین په پلازمینه مانیلا کې پرانستل شوه.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا کړکېچ او نړیوال تجارت د دې سرمشریزې د خبرو مهم موضوعات دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غونډې د کوربتوب له امله د فلیپین د ولسمشر رودریګو ډوټیرټي ستاینه کړې ده.

ټرمپ د دغې سرمشریزې له پیلېدو مخکې خبریالانو ته په څرګندو ټکو کې وویل چې ده د شمالي کوریا د توغندیو د ازموینو په مسئلې نن د جاپان او استرالیا له صدراعظمانو سره په لیدنه کې خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس زیاته کړه "مونږ د خپل تجارتي شریکانو په اړوند لوی گامونه پورته کړي دي. تر هغه هم لوی گامونه چې تاسو خبریاست، مونږ په چین کې په بیلابیلو شرکتونو خپل تجارت له ٢٥٠ میلیاردو نه ٣٠٠ میلیاردو ته اوچت کړی او له دې نه به هم لوړ شي. مونږ د هر یوه سره سوداگریز کسر لرو چې دا کسر به هم ژر ختم شي. "

د جاپان صدراعظم شینزو ابې چې د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د ولسمشر سره یووالی ښودلی وویل مهمه ده چې د درې اړخیزې همکارۍ په ترڅ کې سیمه ته سوله او ثبات رواوستل شي.

د استرالیا صدراعظم مالکم ترنبل وویل چې د سیمې سوله او ثبات د میلیاردونو خلکو د اوساینې ضمانت کوي او دا یقین ته به دوام وکړي.

جمهور رئیس ډونالد ترمپ نن د فلیپین په مرکز مانیلا کې د هغه هیواد د جمهور رئیس رودریگو دوترته سره په لیدنه کې د دواړ هیوادونو اړیکې وستایلې او وویل چې تیره شپه د فلیپین جمهور رئیس مانیلا ته ورغلي مشرانو ته پرتمینه ماښامنۍ جوړه کړې وه.

ټرمپ او دوترته د ۱۹ مشرانو په ډله کې دې مېلمستیا ته ورغلي و چې په مانیلا کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې دوترته د فیلیپین یوه نامتو رومانټیکه سندره ویله.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هکبي وویل چې د جمهور رئیس ترمپ او جمهور رئیس دوترته ترمنځ نننۍ رسمي لیدنه کې په داعش، مخدره مواد او تجارت خبرې وشوې او د فلیپین د بشري حقونو د سرغړونو په هکله مختصره یادونه وشوه خو د فلیپین د جمهوري ریاست ویاند بیا دا خبره رده کړې ده.

XS
SM
MD
LG