د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: کور ته د امریکایي سرتیرو د ستنیدو وخت رارسیدلی


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د امریکا نه بهر پوځي شتون ته لیوالتیا نلري او غواړي امریکایي سرتیري کور ته راشي.

ښاغلي ټرمپ چې په مینیسوتا ایالت کې یې په یوه انتخاباتي غونډه کې خبرې کولې په مشخصه توگه د امریکایي سرتیرو د تلفاتو یادونه وکړه چې "زرغون په ابي بریدونو" کې وژل شوي دي.

هغه وویل: "هغو افرادو ته چې زده کړې کوو، خپلې ټوپکې زمونږ سرتیرو ته نیسي او له شانه پرې ډزې کوي. هغو خلکو ته چې د جگړې زده کړې ورکوو، خپلې ټوپکې رااړوي او مونږ وژني. زیاتې داسې پیښې مو لرلې. دا ډول زیاتې پیښې مو په افغانستان کې درلودې. وحشتناکه دي."

ښاغلي ټرمپ وویل، یو مشکل کار چې د امریکا د جمهور رئیس په توگه یې باید ترسره کړي د هغو لیکونو لاس لیک کول دي چې په جگړه کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د هغوی د مړینې خبر ورکوي.

هغه وویل: "والدینو ته د لیکونو لاس لیک کول تر ټولو مشکل کار دی چې باید ویې کړم. زړه مې ماتوي. بیا هم غواړي چې پاته شم. زه نه غواړم چې پاته شم. ټاکل شوی وه مونږ ٣٠ ورځې په سوریه کې پاته شو، اوس نژدې لس کاله شول. ټاکل شوی وه چې لنډه موده په افغانستان کې پاته شو، اوس نژدې ١٩ کاله شول، چې هلته یو. وخت یې رارسیدلی چې (خپل سرتیري) کور ته راوړوو."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "مونږخپل کار کړی. هر هغه چاته چې لازم وو ماته ورکړو، ماته مو ورکړې ده. اوس سرتیري یواځې په پولیسو بدل شوي."

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې د جگړو له لیکو نه د امریکایي سرتیرو د بیرته ستنولو خبره کوي چې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو خبرې درول شوي دي.

د طالبانو ډلې د ښاغلي ټرمپ نویو څرگندونو ته غبرگون ښودلی او د هغې هر کلی یې کړی دی.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، په پخپل ټویټر لیکلي چې د ښاغلي ټرمپ خبرې ښیي چې د امریکا خلک هم د افغانستان نه د خپلو سرتیرو وتل غواړي.

خو له دې سره سره د چارو زیات څارونکي او د امریکا پخواني پوځیان د افغانستان نه د چټک وتلو په اړه خبرداری ورکوي.

د امریکا د استخباراتو ادارې پخواني رئیس او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو متقاعد جنرال دیوید پتریوس، پدې وروستیو کې د امریکا غږ ته وویل داسې نه ښکاري چې طالبان دې د تاوتریخوالي نه لاس اخیستلو ته لیوالتیا ولري او له دې کبله امریکا په افغانستان کې اوږدمهاله شتون ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG