د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: شمالي کوریا په "زوړ" بللو سپکاوی راته کړی


امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپل رسمي ټویټر ولیکل ”ولې کیم جونګ-ان ماته د زاړه په ویلو سپکاوی وکړ، پداسې حال کې چې ما هغه ته هیڅکله لنډ او چاغ ندی ویلی؟! اوه ښه، زه ډیره هڅه کوم چې د هغه ملګړی واوسم - او یوه ورځ به دغسې وشي“.

دونالډ ټرمپ ۷۱ کلن دی.

ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر یو بل ته د ”سپکاوي“ کولو سابقه لري. د سپتامبر په میاشت کې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته د ”کوچني راکټي سړي“ خطاب وکړ. په غبرګون کې پیونګیانګ بیا ولسمشر د ”لیوني زوړ امریکایي“ په نامه یاد کړ.

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ یوه اوږدمهاله لانجه د پیونګیانګ اټمي پروګرام دی چې واشنګټن یې کلک مخالف دی. شمالي‌ کوریا په وارو ګواښنه کړې ده چې که امریکا ورباندې وسله وال برید وکړي نو دوې به د امریکا ځينې سیمې په بالستیکي او اټمي وسلو وولي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز د یکشنبې په ورځ وویل چې چین به پر شمالي کوریا خپل بندیزونه نور هم درانه کړي تر څو کیم جونګ-ان د اټمي وسلو له جوړولو منصرفه کړي.

XS
SM
MD
LG