د لاس رسي وړ اتصالات

اوهائیو ته د ټرمپ د سفر پر مهال مظاهرې وشوې


ولسمشر ټرمپ اوهائیو ته د سفر په مهال مظاهره کونکي راوتلي دي او د وسله وال بریدونو ضد یې شعارونه کول.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو ایالتونو اوهائیو او ټیکساس کې د وسله والو په ډزو کې د وژل شوو او زخمي شوو د کورنیو سره د خواخوږۍ د څرگندولو په هدف سفر کوي چې دغه مهال مظاهره کونکي راوتلي دي.

مظاهره کونکو د ولسمشر ټرمپ د راتگ په مهال د "څه وکړه" او "ته ولي یې" شعارونه ورکول. دغه کسانو د ټرمپ د مهاجرت ضد پالیسو او خلک په نسلي تعصب پارولو تورنوي.

ټرمپ د اوهائیو د ډیټون په ښار کې د میامي ویلي روغتون ته وراغلو او هلته یې د زخمي کسانو سره ولیدل.

په دغه مهال د روغتون د باندې مظاهرکونکو شعارونه لگول چې "دلته مونږ کرکې ته هرکلې نه وایو او دا دهشت ودروه".

د سپینې ماڼۍ ویاندې سټیفني گریشم په خپل ټویټر ولیکل چې ولسمشر ټرمپ په روغتون کې د زخمیانو لیدو ته ولاړ او د ډاکټرانو او روغتون د نورو کارکوونکو نه یې مننه وکړه.

وسله والو کسانو د یکشنبې په ورځ (اګست۴) په دغو ایالتونو کې د دوو بیلابیلو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل او ۴۲ نور یې ژوبل کړل.​

XS
SM
MD
LG